د سوریې ولسمشر احمد الشرع د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې پر مهال په نیویارک کې د امریکا د پوځ متقاعد جنرال او د «سي ای اې» پخواني مشر ډېوېد پټریوس سره کتلي. د دواړو خواوو د پخوانۍ دوښمنۍ تاریخ ته په کتو دا لیدنه غېر معمولي او بې سارې بلل کېږي.
ډېوېد پټریوس د الشرع د شخصیت بدلون د پام وړ بدلون بللی او زیاته کړې یې هه، چې د الشرع لاره له یوه «یاغي مشر» څخه تر «ولسمشرۍ» پورې د منځني ختیځ یو له سترو بدلونونو څخه دی.
جنرال پټریوس هغه مهال (۲۰۰۶ – ۲۰۱۱) د امریکايي ځواکونو مشري کوله چې د عراق جګړه په اوج کې وه. د همدې کلونو پر مهال، الشرع د امریکا پر وړاندې جګړه کوله او د امریکايي ځواکونو له لوري ونیول شو او زندان ته ولېږدول شو.
له بند څخه تر خلاصېدو وروسته، الشرع په ۲۰۱۲کال کې د «جبهه النصره» ډله جوړه کړه چې د بشار الاسد پر ضد یې جګړه کوله.
دا ډله وروسته له القاعدې بېله شوه او په ۲۰۱۷کال کې د نورو ډلو په یوځای کېدو سره «تحریر الشام» په نوم ځانګړی جوړښت شو. امریکا په ۲۰۱۸کې دا ډله ترهګره وبلله، خو د ۲۰۲۵کال په جولای کې یې له تور لېست څخه واېسته.
د امریکا حکومت د الشرع د نیولو لپاره ۱۰میلیونه ډالره انعام هم اعلان کړی و، چې د تېر ډسمبر په پای کې لغوه شو.
احمد الشرع د یکشنبې په ورځ نیویارک ته ورسېد. هغه لومړنی سوریایي ولسمشر دی چې نږدې په شپږو لسیزو کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې ګډون کوي. د هغه پلاوي له بېلابېلو چارواکو، په ځانګړي ډول د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره هم ولیدل.
الشرع د ډیوډ پټریوس په ملتیا د «کنکورډ یا ۲۰۲۵» کلني نړۍوال کنفرانس کې هم ګډون وکړ.
جنرال پټرویوس د الشرع د سیاسي بدلون ستاینه وکړه او ویې ویل: «هغه اوس پراخ ملاتړ لري او زه هم د هغه له ملاتړو یم.»
په دې خبرو کې د جنرال پټرویوس یوه پوښتنه د الشرع د روغتیا او خوب اړوند وکړه. الشرع په ځواب کې وویل: «موږ پخوا د جګړې په ډګر کې مخامخ وو، نن د خبرو پر لاره روان یو. چا چې جګړه کړې وي، د سولې ارزښت ښه پېژني.»
هغه زیاته کړه: «تېر د نن له معیارونو سره نشو سنجولای او نن د تېر له معیارونو سره نه شي قضاوت کېدای.»
الشرع په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د هغه حکومت د بیارغونې، اقتصادي پراختیا او ملي یووالي پر پروګرام تمرکز لري او یوازې پوځ او حکومت باید د وسلو د کارونې مشروع حق ولري.
هغه وویل، د اساسي قانون په رڼا کې به د لږکیو حقونه په ځانګړي ډول د کردانو خوندي شي، خو د کردانو وسلهوال ځواکونه باید د دولت له چوکاټ بهر فعالیت ونه کړي.
الشرع د اسراییل په اړه وویل، چې د بشار الاسد د حکومت له پرځېدو وروسته یې تراوسه پر سوریې له زرو ډېر بریدونه کړي او د جولان د لوړو سیمه یې لا هم اشغال کړې ده، خو د ده په وینا، د دمشق تمرکز پر بیارغونې او د نوي جګړې د مخنیوي دی او له اسراییل سره د ۱۹۷۴ د اوربند پر اساس امنیتي خبرې روانې دي.