د طالبانو تر واک لاندې د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر راپور ورکړی چې په هرات کې د تور غونډۍ بندر د پراختیا عملي کار د ۷میلیونه ډالرو په ارزښت، د فواید عامې وزارت معیین، د هرات والي او د ترکمنستان د ترانسپورت او کابینې مرستیال په حضور کې پیل شو.
په دې پرانېسته کې د هرات والي اسلامجار وویل چې دا مهال په هرات ولایت کې لسګونه لویې او وړې انکشافي پروژې روانې دي او د دغې پروژې له بشپړېدو سره به د هېواد په اقتصادي ډګر کې ستر بدلون راشي.
د هرات لپاره د طالبانو والي ټینګار وکړ چې دوی د دې پروژې د چټک پرمختګ لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
د طالبانو د فواید عامې وزارت معین مولوی محمد اسحاق صاحبزاده ویلي چې دغه پروژه به د شاوخوا ۵۰جریبه ځمکې په ساحه کې تطبیق شي.
نوموړي وویل چې تمه ده دا پروژه به په یوه کال کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.