د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د وینا پر مهال د نړۍ د راتلونکي په اړه څرګندونې کړي او له هېوادونو یې غوښتي، چې په ګډه پرېکړه وکړي چې غواړي څه ډول نړۍ راتلونکو نسلونو ته پرېږدي.
ګوترېش وویل: «موږ باید د سولې لاره غوره کړو، هغه سوله چې پر نړۍوالو قوانینو ولاړه وي، ځکه یوازې د نړۍوال قانوني چوکاټ په رڼا کې د ملتونو ترمنځ باور او تلپاتې ثبات رامنځته کېدای شي.»
هغه د بشري حقونو او انساني کرامت پر ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې نړۍ باید د هر انسان د حقونو د خوندیتوب پر اصل راټوله شي.
د ګوترېش په وینا، که بشري حقونه تر پښو لاندې شي، نو نه یوازې د هېوادونو سیاسي جوړښتونه زیانمنېږي، بلکې د نړۍوال ثبات بنسټونه هم کمزوري کېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د اقلیم د بدلون ستونزه د بشریت لپاره ستره ننګونه وبلله او ویې ویل، چې د اقلیم عدالت یوازې یو شعار نه، بلکې د ټول بشریت ګډ مسوولیت دی. هغه پر نړۍوالو مشرتابه ټینګار وکړ، چې باید د چاپېریال د خوندیتوب او د اقلیمي ګواښونو د کمولو لپاره بېړني او ګډ اقدامات وکړي.
انتونیو ګوترېش په ټکنالوژۍ هم خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې نوې ټکنالوژۍ باید د انسان د خدمت لپاره وکارول شي.
نوموړي وویل: «موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې ټکنالوژي د بشریت لپاره د هوساینې وسیله وي، نه دا چې د وېش، تاوتریخوالي او جګړو د لا پراخېدو لامل شي.»
هغه په پای کې د ملګرو ملتونو د بنسټونو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه او څرګنده یې کړه: «موږ باید د ملګرو ملتونو ځای او رول نور هم ټینګ کړو، ځکه یوازې د ګډې همکارۍ له لارې کولای شو د سولې، عدالت او انساني کرامت پر لور یو با ثباته راتلونکی تضمین کړو.»
ګوټرېش په خپله وینا کې د نړۍ له مشرانو وغوښتل، چې د تګلارو پر ځای عملي ګامونه واخلي، څو بشریت د جګړو، بې عدالتۍ او د اقلیم له ناوړه پایلو وژغورل شي.