د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د وینا پر مهال د نړۍ د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وایي، سره له دې چې د دې سازمان غړي له ۵۱ هېوادونو څخه ۱۹۳ ته رسېدلي، نړۍ لا هم د ژور وېش او اړیکو د ماتېدو له ستونزې سره مخ ده.
مکرون پر خپل اېکس لیکلي: «موږ باید په دې ځان پوه کړو چې د نړۍ د وېش او ټوټې کېدو بهیر د سترو شخړو په حل او د ګډو ننګونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې زموږ ګډ ظرفیت سخت اغېزمن کړی دی.»
د هغه په وینا، د نړۍوالو ګډو ستونزو په ځانګړي ډول د جګړو، بشري ناورینونو او اقلیمي بدلونونو پر وړاندې نړۍ هغه واحده اراده نه لري چې په ګډه پرېکړه وکړي او د عملي حل لارې پر لور حرکت وکړي.
ولسمشر مکرون زیاته کړه: «اوس له هر بل وخت ډېره اړینه ده چې هغه د همکارۍ روحیه بېرته راژوندۍ کړو چې له اتیا کلونو مخکې یې د ملتونو ترمنځ د ملګرو ملتونو د رامنځته کېدو بنسټ کېښود.»
هغه له نړۍوالو مشرانو څخه وغوښتل، چې د سیاسي او اقتصادي ګټو پر ځای دې د ګډو ارزښتونو پر بنسټ د سولې، عدالت او همکارۍ فضا بېرته ټینګه کړي، څو نړۍ د ګډو ګواښونو پر وړاندې په یو واحد صف ولاړه شي.