طالبانو د افغانستان شمال ته د ملاهبت الله د «سفرنامې کتاب» خپور کړی

۴ ساعتونه مخکې

په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا په امر ددغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د افغانستان شمال ته د ملا هــبت الله د سفر په تړاو د لیکل شوې سفرنامې کتاب خپور کړی.

طالب چارواکي وايي، په دغه کتاب کې «ټول ولس» او په ځانګړې توګه مسوولانو ته مهمې لارښوونې او سپارښتنې راټولې شوې دي.

د طالبانو د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رییس محمدالله ضرار نن دوشنبه د ( وږي ۳۱مه) وویل چې ددغه کتاب د مخکتنې لپاره نن ځانکړي مراسم نیول شوي ول.

دوی همدراز وايي دا کتاب د طالبانو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریيس ذبيح الله نوراني ليکلی دی.

د طالبانو د بلخ والي یوسف وفا ددې ډلې مشر ملاهبت الله ته نژدې کس بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو