ازادۍ جبهې په کابل کې د یو طالب د وژل کېدو ادعا کړې

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو ضد وسله‌والو ډله د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، په پلازمینه کابل کې یې د طالبانو د استخباراتو پر یوه نظامي موټر برید کړی، چې له امله یې یو طالب وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

د جبهې په خبرپاڼه کې راغلي چې دا برید یې د شنبې په شپه د ماښام شاوخوا اته بجې، د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند د بوستان پر سک د طالب استخباراتو د ځايي مدیر پر موټر ترسره کړی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه برید کې یو طالب وژل شوی او د دې ډلې یو بل استخباراتي کس ټپي شوی.

تر اوسه طالبانو د دې برید په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

نور خبرونه

رادیو