د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې د خیبر پښتونخوا د ډېره غازي خان په کلاچې سیمه کې یې ۷ وسلهوال وژلي دي. د دغې ادارې په وینا؛ دغه کسان د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ (د سپټمبر په ۲۰مه) د یو لړ عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.
دغه اداره زیاتوي، په یادو عملیاتو کې د مخالفو وسلهوالو پټنځایونه په نښه شوي چې په پایله کې یې د یوه ځانمرګي په ګډون ۷ وسلهوال ووژل شول. دغه ادارې وړاندې ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې درې تنه یې افغانان دي.
پاکستان وخت ناوخت ادعا کوي، چې د دغه هېواد په ناکراریو کې د افغانانو لاس دی. پاکستان په وار وار له طالبانو غوښتي، چې خپل مسوولیت ادا او په افغانستان کې د دوی مخالفو وسلهوالو ته ځای ور نهکړي.
په دې وروستیو کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم ویلي و، طالبان دې پرېکړه وکړي چې باید یا د ترهګرو او یا د پاکستان ترڅنګ ودرېږي.
د پاکستان امنيتي چارواکو هم په وار، وار ویلي، چې د ترهګریزو بریدونو پلانوونکي او ملاتړي په افغانستان کې مېشت دي او هند یې ملاتړ کوي؛ خو طالبانو بیا د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې دي.