طالبان وايي په ننګرهار کې یې له دوو تنو څه باندې ۱۳ زره نشه يي ګولۍ نیولې

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، د ننگرهار ولایت د جلال‌اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې یې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ۱۳ زره او ۷۲۸ نشه يي تابلیتونه نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د جلال‌اباد ښار د لومړۍ ناحیې په سیمه کې د ځانګړو کشفي عملیاتو پر مهال د یادو تابلیتونو په تړاو دوه کسان هم نیول شوي دي.

یاد وزارت وايي، «نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل کېږي، څو قانوني چلند ورسره وشي.»

نور خبرونه

رادیو