په پښتونخوا کې د پاکستاني الوتکو په هوايي بمبارۍ کې ۲۰ کسان وژل شوي دي

۶ ساعتونه مخکې

ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا په تېرا ولسوالۍ کې د پاکستاني جېټ الوتکو په هوايي بمبارۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان وژل شوي دي.

په سیمه کې ځايي خلکو ویلي، پېښه د شپې ناوخته په درېیو بجو شوې چې له کبله یې ۵ کورونه په بشپړه توګه نړېدلي دي. د دوی په وینا؛ تراوسه یې له خاورو لاندې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ مړي را اېستلي دي.

په سیمه کې ځايي امنیتي سرچینو بیا ویلي، چې د هوايي بمباریو موخه د ترهګرو پټنځایونه وو. لاتراوسه کومې امنیتي سرچینې په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو