د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا په پکتیا کې یوې غونډې ته ویلي، چې د افغانستان فضا اوس هم «اشغال» ده او هره شپه د امریکا بېپېلوټه الوتکې د هېواد پر فضا ګرځي. نوموړي زیاته کړې، طالبان دومره وس نهلري چې خپله فضا ازاده کړي.
د طالبانو دغه وزیر وویل: «دنیا اوس دومره ترقي کړې ده، چې ډرون طیارې جوړوي او زما او ستا فضا یې اشغال کړې ده. زه او ته دومره وس نه لرو، چې دا خپله فضا ازاده کړو.» نوموړي د دغه څرګندونو پر مهال د عصري زدهکړو ارزښت ته اشارې کړې ده؛ خو د دغې ډلې مشر بیا عصري زدهکړې چندان د ارزښت وړ نه ګڼي او د مدرسې هغه پرې مهمې ګڼي.
همدا راز د طالبانو د کابینې ځینې نور غړي هم عصري علومو سره سخت مخالف دي او وخت ناوخت یې پر ضد څرګندونې کوي. پر کابل د واکمنو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر خالد حنفي هم له دې ډلې دی، چې څو څو ځله یې عصري زدهکړې «مباح» او بې ارزښته علم ګڼلی دی.
دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې ملاهبت الله په ټول هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي. هغه د خپلې سختدریځۍ له مخې د نجونو زدهکړو سره جدي مخالف دی او د نړۍ دیني عالمانو په ګډون ان د طالبانو دننه شخصیتونو هم د هغه دغه کار له اسلامي شریعت سره په ټکر کې بللی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر شېر محمد عباس ستانکزی چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د ملاهبت الله د نیول کېدو له وېرې متحده عربي اماراتو ته تللی هم د خپل مشر دغه دریځ ننګولی دی. هغه ویلي و، چې مشر یې د خپل شخصي طبیعت له مخې د نجونو زدهکړې بندې کړې او دا کار یې په اسلامي شریعت کې هېڅ ډول جواز نهلري.
د هغه په دغه څرګندونو د ملاهبت الله غوسه راوپارېده او د نیولو امر یې وکړ؛ خو ستانکزي وار لومړی کړ او له هېواده یې پښې سپکې کړې. همدا راز د طالبانو یو شمېر نورو غړو هم د ملاهبت الله دغه بندیز پر وړاندې بې وسي ښودلې او ان ځینو یې اوښکې هم تویې کړې دي.