د طالبانو په زندان کې له اته میاشتني بند وروسته خوشې شوې برېټانوۍ جوړې ویلي، د اسارت پر مهال یې تل وېره لرله چې ښايي د طالبانو لهخوا اعدام شي. دغه جوړه اوس برېټانیا ته رسېدلې او هلته یې د خپلو اولادونو په ګډون له دوستانو او خپلوانو سره هم لیدلي.
۸ کلن پیټر رینولډز او د هغه مېرمن باربي چې ۷۶ کلنه ده، د شنبې په ورځ د لندن په هیټرو هوايي ډګر کې له خپلې کورنۍ سره وکتل. دوی وویل، هېڅکله ورته دا نه ده روښانه شوې چې په افغانستان کې یې د نیولو لامل څه و؟
پیټر رینولډز سنډی ټایمز ورځپاڼې ته ویلي: «موږ تل فکر کاوه چې ښایي هېڅکله خوشې نه شو، یا حتا د اعدام تر ورځې پورې به بندیان یو. رښتیا هم نه پوهېدو، چې ولې دا پېښه رامنځته شوه؛ خو اوس ډېر خوشاله یو چې دغه حالت پای ته ورسېد.»
باربي رینولډز هم ویلي: «موږ ته هېچا معلومات نه راکول. ان کله چې موږ د کابل هوايي ډګر ته یووړل شو، داسې فکر مو کاوه چې ښایي د طبي درملنې لپاره مو کوم ځای ته وړي؛ خو وروسته بیا موږ دوحې ته واستول شو.» په دغه خبرو اترو کې قطر اساسي رول لاره او د همدې هېواد په هڅو دغه جوړه خوشې شوې ده.
باربي رینولډز د خپل اته میاشتني بند تر ټولو سخته شېبه هغه وخت وباله، چې مېړه یې د طالبانو د پولیسو موټر ته د پورته کېدو هڅه کوله او لاسونو سره، سره یې پښې هم په ځنځیرونو تړل شوې وې.
دغه جوړې چې د طالبانو په اجازې په افغانستان کې د یوې خیریه روزنیزې پروژې چارې مخ ته وړلې، د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه له خپل ژباړن جویا او یو امریکايي ملګري في هال سره په بامیان ولایت کې ونیول شول. في هال د مارچ په میاشت کې خوشې شو؛ خو د جویا برخلیک لا تر اوسه روښانه نهدی.
دوی ویلي، جویا د بند پر مهال د پیټر رینولډز پالنه کوله؛ ځکه هغه د زړه درملو ته اړتیا لرله، خو اجازه ورنه کړل شوه چې د دوی په محاکمه کې ژباړه وکړي. د دوی لور سارا انټوېستل تر دې وړاندې ګارډین ورځپاڼې ته ویلي و: «مور مې ډېره اندېښمنه ده، چې پرته له مسلکي ژباړن نه به د محکمې بهیر عادلانه نه وي او مور و پلار به مې ونهشي کولی چې خپلو قانوني حقونو ته لاسرسی ومومي.»
د دغه جوړې اولادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د خپلو والدینو خوشې کېدل «لویه خوښي» بللې ده. د دوی زوی جاناتن رینولډز «بيبيسي» ته په خبرو کې خپله خوښي په ډاګه کړې ده. هغه له ټولو هغو کسانو مننه کړې، چې د ده د والدینو په خلاصون کې یې هڅې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د راپور پر بنسټ؛ دغه جوړه لومړی په یوه امنیتي مرکز کې تر سختو تدابیرو لاندې ساتل کېده، وروسته بیا داسې ځمکتلو ته یوړل شوه چې رڼا یې نه لرله او بیا د طالبانو استخباراتو ته وسپارل شوه.
پیټر او باربي رینولډز په ۱۹۷۰ کال کې په کابل کې واده وکړ او نږدې شل کاله یې په افغانستان کې ګډ ژوند وکړ. دوی د ښځو او ماشومانو لپاره د ښوونې پروګرامونه پرمخ وړل. سره له دې چې د برېټانیا سفارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې وه، چې افغانستان ته دې نه ځي او یا دې هم له افغانستان نه ووځي؛ خو دوی بیا د طالبانو په واکمنېدو سره یاد هېواد کې پاتې شول.
باربي له خوشې کېدو وروسته زیاته کړې: «هیله لرو چې بیا وکولای شو افغانستان ته ستانه شو. موږ ځان د افغانستان وګړي ګڼو.» د دوی زوی هم ویلي: «مور او پلار مې د افغانستان له خلکو سره مینه لري. همدا راز یوه طرحه او ستراتیژي هم لري او کار یې مثبت او څرګندې اغېزې لرلې.»