د خیبر پښتونخوا په تېراه کې د هوايي بمباریو په غبرګون خلکو لاریون کړی

AP ۱۴۰۴ وږی ۳۱

د خیبر پښتونخوا د باړې مشهور بازار پر تېراه د تېرې شپې هوايي بمباریو په غبرګون کې تړل شوی او سلګونه خلکو لاریونونه کړي دي. ځايي خلک وايي، په بېګاني برید کې د سیمې خلک په قصدي ډول په نښه شوي او عاملینو ته یې باید سزا ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو پربنسټ بېګاه د شپې ناوخته په تېراه کې د پاکستاني جېټ الوتکو په هوايي بمباریو ۲۰کسان وژل شوي دي. ځايي خلکو ویلي، چې په یادو بمباریو کې پنځه کورونه په بشپړه توګه نړېدلي او د ښځو او ماشومان په ګډون ۲۰ کسه وژل شوي دي.

لاتراوسه رسمي سرچینو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو