ضمیر کابلوف: د بګرام خبرې د ګرینلنډ او کاناډا په څېر تبلیغاتي شور ته ورته دي

۳ ساعتونه مخکې

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې امریکا به پر افغانستان د نوي پوځي برید جرئت و نه کړي.

کابلوف زیاته کړې، چې «زه داسې نه فکر کوم. دا خبره د ګرینلنډ او کاناډا له تبلیغاتي شور سره ورته ده».

د روسي رسنیو د رپوټ له مخې، ضمیر کابلوف ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د حضور په تړاو د امریکا هر ډول هڅه د واشنګټن لپاره ډېرې منفي پایلې لرلای شي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ طالب چارواکو ته ګواښ کړی و چې که د بګرام هوايي اډه امریکا ته ونه سپاري، بدې پایلې پېښېدای شي.

نور خبرونه

رادیو