د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ د خیبر پښتونخوا په تېراه کې د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د ریاستي بریدونو له امله ښځې او ماشومان په وینو لمبول شوي.
نوموړي په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي: «په تېراه کې د ریاست بېپروا بمباریو ښځې او ماشومان په وینو کې ولمبول، زموږ وجود کله د ترهګرۍ ښکار کېږي او کله د ریاستي ظلم نښه ګرځي، دا وینه د ټول ملت مخې ته ده، خو د متوقع چوپتیا پایله به یو ځل بیا د ریاست تعصب او مرکزیت بدرنګه څېره بربنډه کړي.»
دا څرګندونې داسې مهال دي، چې تېره شپه ناوخته په تېراه کې د پاکستاني جېټ الوتکو په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او پنځه کورونه په بشپړه توګه نړېدلي دي.
د سیمې اوسېدونکو ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ددغو بریدونو په غبرګون کې د خیبرپښتونخوا د باړې بازار تړل شوی او په زیات شمېر خلک راوتلي او د بېګاني هوایي بریدونو د عامیلینو د محاکمې غوښتنه کوي.
لاریون کوونکي وایي چې په دغو بریدونو کې په قصدي ډول عام خلک په نښه شوي دي.
تر اوسه د پاکستان رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.