واشنګټن پوسټ: اروپايي هېوادونه ورځ تر بلې له طالبانو سره تعامل ته نږدې کېږي

۱ ساعت مخکې

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د طالبانو د اړیکو جوړولو په اړه یوه مقاله خپره کړې. په مقاله کې راغلي، چې د کډوالو ضد احساسات، په منځنۍ اسیا کې د توندلارو ډلو اندېښنې او دا روحیه چې د طالبانو رژیم ژر نه ړنګېږي؛ طالبان دې ته هڅولي چې په پټه خوله خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړي.

په مقاله کې راغلي، که څه هم د افغانستان ګاونډیانو تر دې مهاله د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی؛ خو همکاري ورسره کوي.

په مقاله کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې غوښتنې ته هم اشاره شوې او ویل شوي، ټرمپ هڅه کوي چې د بګرام پوځي اډه بېرته ترلاسه کړي. واشنګټن پوسټ کاږي، چې طالبانو د ټرمپ د غوښتنې په اړه نرم دریځ ښودلی، یوازې یې د دوحې په تړون کې د امریکا ژمنې یادې کړې دي او زیاته کړې یې ده، چې په افغانستان کې به د امریکا پوځي حضور و نه زغمي؛ خو له دې داسې ښکاري چې نړۍ بیا هم طالبانو ته د یوه څرګند او مهم شریک په سترګه ګوري.

په مقاله کې د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر ایاز چودري له خولې ویل شوي، که څه هم طالبان تر اوسه له روسیې پرته بل هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو واقعیت دا دی چې هغوی اوس پر افغانستان واکمن دي.

مقاله زیاتوي، چې هر هېواد له طالبانو سره د اړیکو جوړولو په اړه خپل لاملونه لري؛ د بېلګې په توګه په اروپا کې د کډوالو ضد ګوندونو دا خبره راپورته کړې، چې افغان کډوال دې بېرته افغانستان ته واستول شي او هڅه کوي چې په طالبانو دغه خبره ومني.

په مقاله کې ویل شوي، د امریکا په ګډون ډېرو هېوادونو له طالبانو سره ځکه اړیکې جوړې کړې دي چې داعش د دوی او طالبانو ګډ دښمن بولي؛ خو ګاونډیانو ته بیا افغانستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ له امله ارزښت لري.

واشنګټن پوسټ د شنونکو له خولې لیکلي، چې دغه وضعیت د طالبانو لپاره ستراتیژیکه بریا ده؛ خو اوس هم له نړۍ سره د طالبانو اړیکې په حساس پړاو کې دي.

په مقاله کې د طالبانو سخت‌دریځو مشرانو ته هم اشاره شوې او لیکل شوي، چې دغه مشرانو د ښځو او مدني حقونو په برخه کې سخت دریځ غوره کړی دی؛ همدا سخت دریځ د دې لامل شوی، چې لوېدیځ هېوادونه هغوی په رسمیت نه پېژني، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته هم له همدې امله د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمیټې د سفر اجازه ورنه کړه.

په مقاله کې زیاته شوې، چې په کابل کې ګڼ سفارتونه تړلي پاتې دي او هېوادونه د طالبانو راتلونکي دریځ ته په تمه دي او چین هم د لویو پروژو په برخه کې ډېر په احتیاط ګامونه اخلي.

د واشنګټن پوسټ له نظره؛ طالبان هیله لري، چې نړۍ د عادي حکومت په ډول چلند ورسره وکړي؛ خو شنونکي وایي چې دا یو بې‌ځایه تصور دی. ډېری هېوادونه له طالبانو سره یوازې د بشري مرستو او کډوالو په برخه کې اړيکې ساتي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، که څه هم په ځینو اروپايي هېوادونو کې طالبان بریالي شوي چې د ځينو سفارتونو واک ترلاسه کړي؛ د بېلګې په ډول د جرمني حکومت دوه طالب استازي د ډيپلوماټانو په توګه ومنل او موخه یې دا وه چې د دغه امتیاز په بدل کې به په جرمونو تورن افغانان بېرته افغانستان ته واستوي؛ خو د جرمني دغې تګلارې د افغانانو او د بشري حقونو فعالانو غبرګونونه راوپارول.

د مقالې له مخې؛ روسیې د جولای په میاشت کې د امنیتې اندېښنو له مخې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده. شنونکي وایي، چې مسکو غواړي په دې کار سره له لوېدیځو هېوادونو څخه جلا او خپلواک دریځ ولري او کېدای شي په سیمه کې د چین په ګډون نور هېوادونه هم دغه ډول دریځ غوره کړي.

واشنګټن پوسټ کاږي، که څه هم کېدای شي چې طالبان په ملګرو ملتونو کې د اکثریت هېوادونو ملاتړ او په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کړي؛ خو اروپايي هېوادونه د نورې نړۍ پرتله ورځ تر بلې له طالبانو سره تعامل ته نږدې کېږي.

نور خبرونه

رادیو