د خېبرپښتونخوا په باجوړ کې د عوامي نېشنل ګوند غړی میر اعظم خان د ناپېژاندو وسله والو په برید کې وژل شوی دی. یاد ګوند د نوموړي ترور لویه ضایع بللې او له حکومت یې غوښتي چې د پېښې عاملان ونیسي.
د راپورونو له مخې، پېښه د خار ـ ناوګۍ سړک په خزانې سیمه کې شوې ده.
د دوی په وینا، میر اعظم خان چې ۴۵ کاله عمر یې درلود، له کوره د خزانې ډاګ سیمې پر لور روان و، چې وسله والو پرې ډزې وکړې او سخت ټپي شو او وروسته په روغتون کې ومړ.
عوامي نېشنل ګوند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د میر اعظم خان وژنه غندلې او هغه یې د سیمې لپاره یوه زړور او ولسپاله څېره بللې ده.
د عوامي نشنل ګوندپه اعلامیه کې ټینګار شوی چې تاوتریخوالي او دغه ډول بریدونه به د دوی او ولس اراده کمزورې نه کړي، بلکې د ترهګرۍ پر وړاندې به یې د مبارزې هوډ لا پیاوړی کړي.
ګوند د پاکستان له حکومت نه غوښتي چې د میر اعظم خان قاتلان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.