عطا محمد نور: له لومړي مقاومت سره روسیې، ایران، هند، تاجکستان او ازبکستان مرسته کوله

۴ ساعتونه مخکې

د جمعیت ګوند جګپوړی غړی عطامحمد نور وايي، د جهاد کلونو کې پاکستان د مجاهدینو او هند، روسیې، تاجکستان، ایران او ازبکستان د برهان الدین رباني او احمدشاه مسعود په مشرۍ د لومړي مقاومت مرسته کوله. نوموړي یوځل بیا ټینګار کړی، چې «طالبان متحجر او متعصب دي خو خاوره یې نه ده پلورلې».

عطا محمد نور پر ایکس په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، تعامل او امنیتي تړون هغه وخت د منلو وړ دی چې د مشروع او د خلکو د ارادې پر بنسټ جوړ شوي حکومت تر منځ وشي، نه د طالبانو په څېر یوې ډلې سره.

د نوموړي په وینا، «امریکا هم له طالبانو سره د کوم تړون کولو حق نه لري، ځکه دغه ډله له مشروعیت بې برخې ده او لا هم د نړۍ، حتا د امریکا له خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې.»

د بلخ دغه پخواني والي، پر طالبانو نیوکه کړې چې هغوی یوه «متحجره، متعصبه او وینه تویوونکې ډله» ده، چې دین د خپلو قومي او ګروپي ګټو لپاره کاروي، خو په ورته وخت کې وايي، چې خاوره یې نه ده پلورلې.

نور د خپلو مخکینیو څرګندونو په توضیح کې لیکي، چې « تر اوسه موږ د طالبانو په کړنو کې د خاورې پلورلو نښې نه دي لیدلي، که د پاکستان ملاتړ د خاورې پلورل ګڼل کېږي، نو په افغانستان کې هېڅ جریان، رهبر او ډله له دې تور څخه خلاصه نشي بلل کېدای.»

نور د تاریخي پېښو په یادولو سره لیکلي، چې د شوروي پر ضد جهاد او وروسته د لومړي مقاومت پر مهال، مجاهدین د ایران، روسیې، هند، تاجکستان، ازبکستان او نورو هېوادونو له مرستو برخمن شول، «خو دا مرسته د خاورې پلورلو نه، بلکې اړتیا وه.»

نوموړي په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې، چې احمد شاه مسعود هم د وخت د ملي مصلحت لپاره له طالبانو سره د خبرو اترو هڅې کړې وې او حتا رسمي پلاوي ترکمنستان او غزني ته د مذاکراتو لپاره استول شوي وو.

د هغه په وینا، «دغه ډول اړیکې د مشروعیت په معنا نه وې، بلکې د وطن د ګټو لپاره مصلحت و.»

عطا محمد نور ټینګار کړی، چې د کمونیستي رژیم پر مهال د جګړې مشران حاضر نه شول د کابل له واکمنانو سره خبرې وکړي، ځکه هغوی د اشغالګرو لاس‌پوڅي بلل کېدل.

یاده دې وي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي که طالبان د بګرام هوايي اډه امریکا ته بېرته ونه سپاري، «بدې پېښې به وشي»، ټرمپ دا غوښتنه څو ځلې تکرار کړې خو د طالبانو له خوا رد شوې ده.

طالبان ټینګار کوي چې د افغانستان پر خپلواکي او حاکمیت معامله نه کوي.

نور خبرونه

رادیو