وسلهوالو کسانو د هرات ولایت د پولیسو پر پخواني افسر داسې مهال ډزې وکړې، چې له خپل کور څخه د وتلو په حال کې و. ځايي سرچینې وایي، چې هغه په دغه برید کې وژل شوی دی. د پولیسو دغه افسر پخوا د طالبانو پر ضد جګړه کې ټپي شوی و او په یوه سترګه ړوند شوی هم و.
دغه پېښه پرون سهار (د وږي ۳۰مه) د هرات ښار د «فرقهسابق» نواباد په سیمه کې وشوه، چې له امله یې د هرات د امنیې قوماندانۍ پخوانی افسر ګل اقا جلالي ووژل شو.
د هرات دوو پخوانیو پولیسو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د دغه پېښې پخلی کړی دی. دوی ویلي، چې نوموړی افسر پخوا د هرات د امنیې قوماندانۍ په عملیاتي قطعه کې د ساتنمن په توګه دنده لرله. د دغه قطعې دنده د ښار په شاوخوا سیمو کې عملیات کول او د وسلهوالو مخالفینو د بریدونو مخنیوی و.
د دغه پخوانیو پولیسو په وینا؛ ګل اقا تر دې وړاندې د وظیفې پر مهال ټپي شوی و او یوه سترګه یې هم ړنده شوې وه.
په وروستیو وختونو کې په هرات ولایت کې څو خونړۍ پېښې شوې او خلک یې اندېښمن کړي دي. طالبانو تر اوسه د دغه وژنو په تړاو د چا د نیولو یادونه نه ده کړې.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو تر دې وړاندې څو ځله د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د وژنو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د یوناما راپورونه ښیي، چې د طالبانو تر دویمې واکمنۍ وروسته د پخواني حکومت لسګونه افسران او سرتېري په نښه او وژل شوي دي.