افغانستان انټرنشنل ته د طالبانو د استخباراتو ځينې رسېدلي معلومات ښيي، چې د دغې ډلې او راتلونکي سیاست په اړه اندېښنې ورځ تر بلې ډېرېږي. په راپور کې راغلي، چې د خلکو نارضایتي د پخوانيو جګړهمارانو بیا راتګ ته زمینه برابروي.
د راپور له مخې، که د طالبانو حکومت پر خپلو سیاستونو او تګلارو له سره غور و نه کړي؛ نو خلک به نور هم ناراضه او د پخوانیو جګړهمارانو راتګ ته بېرته زمینه برابره شي.
د طالبانو استخباراتي معلومات ښيي، چې د مشروعیت ناورین، د طالبانو په مشرتابه کې درزونه، د واک بدیل مرکزونه هغه اندېښنې دي چې د پخوانیو جګړهمارانو بېرته راتګ ته زمینه برابرولای شي.
په دغه راپور کې چې د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق ته لېږل شوی لیکل شوي، چې د جګړهمارانو احتمالي بېرته راتګ کولای شي د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي.
د مدني ازادیو ځپل، افراطي ټولنیز محدودیتونه، په تېره بیا پر ښځو بندیزونه او غیرشفاف اقتصادي سیسټمونو د طالبانو او ملت ترمنځ واټن ډېر کړی دی.
د طالبانو د استخباراتو راپور ښیي، چې د حکومت دننه ناورین او د طالب مشرانو کورني اختلافات نور له هیچا هم پټ نهدي.
تر اوسه د طالبانو ادارې د دغه راپور په اړه څه نهدي ویلي او دا هم څرګنده نهده، چې دغه راپور به د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده ته لېږل شوی وي که نه.