د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ادعا کوي، چې د دوی محتسبینو په زابل کې یوه ۹ کلنه نجلۍ چې د کورنۍ غړو یې د زیاتو پیسو په بدل او د هغې له خوښې پرته یوه ۵۰ کلن روږدي کس ته په نکاح ورکوله، مخه نیولې ده.
دغه وزارت د شنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې مسله کې د سیمې قومي مخورو هم منځګړیتوب کړی دی.
دغه وزارت زیاتوي: «هېڅوک نهشي کولای ازاد انسان په پیسو واخلي او یا یې خرڅ کړي، مسوولین تل په دې لټه کې دي چې خلکو ته د ارام ژوند کولو زمینه برابره کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو اړوندو کورنیو او نړۍوالو سازمانونو په وار- وار ویلي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو له زده کړو د مخنیوي له امله په افغانستان کې مخکې له وخته د کم عمره نجونو د ودونو کچه لوړه شوې ده.

