سټاکهولم سنډروم هغه رواني حالت دی چې پکې قرباني د خپل جبري حاکم، ظالم یا زورواک سره عاطفي تړاو پیدا کوي.

دا حالت په ۱۹۷۳م کال کې د سوېډن د سټاکهولم د یو بانک د یرغمل نیونې له پېښې وروسته تشریح شو، هلته بنديانو د خپلو یرغملګرو پر ضد د غږ د پورته کولو پر ځای له هغوی دفاع کوله.

د دې رواني حالت اصلي ځانګړتیاوې په درېیو ټکو کې لنډېدای شي:

  1. د ظالم یا یرغملګر د کړنو توجیه کول
  2. له هغه سره عاطفي یا رواني تړاو جوړول
  3. د ظالم مخالفینو ته دوښمنۍ او د کرکې احساسول

په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې یو شمېر خلک د شدید فشار، وېرې او محدودو انتخابونو له امله د دې رواني حالت نښو ته نږدې کېږي او یوه ډله خلک تر دغه رواني فشار لاندې راغلي دي.

دغه خلک فکر کوي چې که دفاع ونه کړي، ښايي پر دوی حاکم شوی لوری ورسره سخت چلند وکړي او د دوی مخالفت به ګټور ونه‌ګرځي.

سټاکهولم سنډروم: د ذهن یو دفاعي میکانیزم

سټاکهولم سنډروم یوازې د قرباني د کمزوري یا ضعیف شخصیت نښه نه ده، بلکې د انسان د روان د ژغورنې یو دفاعي میکانیزم دی. کله چې څوک د اوږدمهاله جبر، وېرې او اقتصادي یا ټولنیزو محدودیتونو لاندې ژوند کوي، ذهن د ژوندي پاتې کېدو لپاره له "ظالم سره د نږدې کېدو" یوه لار غوره کوي.

په افغانستان کې دا د خلکو د رواني دفاع یوه بڼه ده، ځکه د طالبانو سخت قوانین، شکنجه، نیونې، د بیان او تحصیل محدودیتونه او اقتصادي فشار خلک دې ته اړوي چې خپل مقاومت له منځه یوسي او د زغم یا ان عاطفي تطبیق حالت غوره کړي.

۱. د وېرې فرهنګ او جبر

طالبان د وېرې او جبر د یوې ثابتې فضا جوړولو لپاره څو مهم میکانیزمونه کاروي:

  • عامه شکنجې او سزاوې: نیونې، وهلو ټکولو او اعدامونو خلک په ژور ډار کې اچولي او د همدغه ډار د ایجاد لپاره طالبان هڅه کوي، چې د دوی پر وړاندې مجرمین په عام محضر کې په دورو ووهي، ترڅو یو عامه ډار ایجاد کړي. همدغه کار په خلکو کې د سټاکهولم سنډروم تومنه پیاوړې کړې ده.
طالبان په عام محضر کې درې ځوانان په دورو وهي
  • د ټولنیزو قوانینو سختول: د ښځو د زده کړو او کار محدودول، د کورنیو د حقونو کمول، د مذهبي پولیسو په جامه کې د امربالمعروف د غړو موجودیت دې ته زمینه برابره کړې ده، چې خلک د ډار حس ولري.
  • ټولنیز فشار: خلک د ټولنیز فشار له کبله د طالبانو د قواعدو او اخلاقو پابند پاتې کېږي.

په داسې چاپېریال کې ذهن د دې لپاره چې ځان خوندي وساتي، د ظالم د کړنو منل او ان توجیه کول زده کوي او همدا ده، چې په عامه شعور کې سټاکهولم سنډروم ځای پر ځای کېږي.

۲. د طالبانو تبلیغاتي جګړه

طالبان یوازې په جبر بسنه نه کوي؛ دوی د ذهني تطبیق او عاطفي تړاو لپاره تبلیغات هم کوي:

  • خپل واک د اسلامي نظام په نوم مشروع ګڼي.
  • د خپلو مخالفینو کردار د دین او ټولنې پر وړاندې د خطر په توګه وړاندې کوي.
  • خلک قانع کوي، چې د مقاومت پر ځای چوپتیا غوره ده.

څېړنو ښودلې ده، چې دا تبلیغاتي فضا د خلکو ذهن کې د سټاکهولم سنډروم د رامنځته کېدو لپاره یوه غوره زمینه برابروي.

۳. د مجبوریت دفاع

ځینې افغانان د طالبانو محدودیتونه او ظلم د "ژوندي پاتې کېدو" یوه وسیله ګڼي. دوی په بېلابېلو مفاهیمو خپلې انساني غوښتنې کنټرولوي. د بېلګې په توګه وايي: «موږ نور انتخاب نه لرو، دا لږ تر لږه امنیت دی.» "د طالب بدیل نشته". دوی د طالبانو د کړنو توجیه کول یوازې د خپل رواني فشار د کمولو لپاره کاروي.

دا رواني حالت د ذهن د دفاعي میکانیزم ښکاره مثال دی، چې قرباني د ظالم ملاتړ د دې لپاره نه کوي، چې دی یې خوښ دی، بلکې ملاتړ د دې لپاره دی چې بل اسان انتخاب نه لري.

۴. د اختیاري ملاتړ احساس

ځینې خلک بیا تېر له اوس سره پرتله کوي او د طالبانو د واکمنۍ د محدودو ښه‌ګټو (لکه لږ امنیت، د فساد مخنیوی) د ملاتړ د دلیل په توګه یادوي، خو نږدې تاریخ یې هېر دی چې د دې ټولو اصل عامل څوک و؟

دا حالت د سټاکهولم سنډروم یوه څرګنده نښه ده، چې پرې اخته شوی خپله نږدې حافظه هم په اختیاري بڼه له یاده باسي او اوسنی جبر توجیه کوي. دلته هم قرباني د خپل ژوند د ژغورنې لپاره له ظالم سره تړاو پیدا کوي.

د سټاکهولم سنډروم خطرونه

که څه هم سټاکهولم سنډروم یوه رواني ناروغي ده او په نږدې وخت کې یې زیان نه شي حس کېدلی، خو په اوږدمهال کې په ټولییز ډول د ناورینونو زېږېدونکی حالت دی، چې پرې اخته شوی انسان پرې نه پوهېږي.

دا ناروغي لاندې پایلې لري:

  • ظلم او زور ته مشروعیت ورکوي
  • د مدني مقاومت او بدلون اراده کمزورې کوي
  • د ټولنې انتقادي فکر له منځه وړي
  • د ظالم نظام د پراختیا لپاره ټولنیز پوښ ورکوي

که چېرې ټوله ټولنه له دې حالت سره عادت شي، نو د افغانستان راتلونکي نسلونه د ټولنیز، سیاسي او فکري ظلم لاندې پاتې کېدای شي.

یوې بلې مسلې چې د سټاکهولم سنډروم د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره کړې، هغه د جمهوري دولت له سقوط وروسته د نږدې اتو میلیونو افغانانو له هېواده وتل وو. په افغانستان کې پاتې خلک دا فکر کوي، چې له هېواده وتل بدلون تضمینوي او په هېواد کې دننه مخالفت ناشونی دی، ځکه خو پر دوی پخواني حاکمان له هېواد څخه ووتل.

د ننني افغانستان په ایینه کې دا چې افغاني ټولنه له سټاکهولم سنډروم ساتل شوې او که پرې قصدي اخته شوې، د جمعي بحثونو د محور په توګه یې شرحه اړینه ده.

اړتیا ده، چې د افغانستان ځوان کهول د سټاکهولم سنډروم د رواني نښو په اړه پوهاوی ولري، د وېرې، فشار او تبلیغاتو پر وړاندې انتقادي فکر وساتي او خپل ځواک په ګډ ملي فکر، عدالت او د سیاسي مشارکت پراختیا ولګوي.

دا کار نه یوازې ټولییز رواني فشار کموي، بلکې د ملي یووالي او سیاسي ثبات لپاره هم حیاتي دی.

نو په افغانستان کې د طالبانو جبر، فشار او ټولنیز کنټرول د سټاکهولم سنډروم د رامنځته کېدو لپاره شرایط برابر کړي دي. خو دا حالت د خلکو قصور نه دی؛ دا یوازې د اوږدمهاله ظلم، وېرې او محدودیتونو پر وړاندې یو ذهني دفاعي میکانیزم دی.

افغانستان ته یوازې سیاسي او اقتصادي اصلاحات پکار نه دي، بلکې ذهني او رواني ازادۍ ته هم اړتیا ده، څو خلک په خپل ذهن ازاد شي او د ټولنیز او سیاسي بدلون امکان رامنځته شي.

موږ باید د ولسي یووالي، فکري ازادۍ او عدالت لپاره هڅې وکړو، ترڅو ملت له رواني، سیاسي او ټولنیزو محدودیتونو ازاد پاتې شو.

نور خبرونه

رادیو