ډیورنډ کرښه چې په تېرو ۴۵ کلونو کې یې په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ سیاستونو له امله مذهبي رنګ خپل کړی و، په دې وروستیو کې داسې ښکاري چې مذهبي-ناسیونالیستي رنګ پرې غالب کېدونکی دی. دغه ترکیب د اسلام اباد د وروستیو سیاستونو له امله اوس ډېر د پاکستان په مخالف قطب کې ارزول کیږي.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستان سره له جګړو نه، د طالبانو په ایډیالوژۍ کې دوه څیزونه را برسېره شول. یو وطنپالنې د هغوی د جنګیالیو پر امت محورۍ غلبه وکړه او دویم، دوی په عمل کې په دې اعتراف وکړ، چې ملتپالنه او نشنلیزم د اسلامي اخوت او امت پالنې په چوکاټونو کې نه شي ایسارېدای.
طالبانو په دې جګړه کې ښايي دا درک کړې وي، چې د مذهبي واکمنۍ پیاوړتیا او پراختیا «ملي» او نړیوال مشروعیت ته اړتیا لري او د اقتدار د خوندیتوب او ادامې لپاره یوازې مذهبي چتر او اطاعت کفایت نه کوي.
ورته بېلګې د سیمې د تاریخ په ډېرو نورو مذهبي غورځنګونو کې هم موندل کیږي، په ځانګړې توګه کله چې په سیمه کې د جهاد داعیه پیکه شوې، ناسیونالېستي داعیې یې ځاینایستې شوې دي.
له ډیورنډ کرښې پورې غاړه هم د وسله والو ډلو او ملتپالو خوځښتونو رنګ او جوړښت د بدلېدو په حال کې دی. ځینې جنګیالۍ ډلې د نیابتي جګړو له اوږدو تجربو وروسته اوس په خپله خاوره کې د هغه څه ادعا کوي، چې کلونه یې په کابل کې د هغه لپاره جګړې کولې. هغوی ته دا قناعت ورکول ستونزمن شوي، چې شریعت او د طالبانو په څېر نظام یوازې د کابل اړتیا ده او اسلام اباد دا ډول نظام ته جوړ نه دی.
یو شمېر نیابتي جنګیالۍ ډلې چې د پاکستان د پوځ د سیاستونو په پایله کې د اوزارو په توګه وکارېدې او له پامه وغورځول شوې، اوس د خپل هویت د بیا تعریف په لټه کې دي. په قبایلي سیمو کې د پاکستان پوځي عملیاتو په هغوی کې ظاهرا د خپلې خاورې د مالکیت حس هم تقویه کړی دی، یا لږ ترلږه ملتپالنه یې د ځان د تغذیې لپاره اغیزناک شعار موندلی.
په ورته وخت کې د دودیزو ملتپالو ګوندونو پرځای، چې ډېر تمرکز یې پر رایه او واک و او په دې سیمه کې یې د پوځي او ترهګریزو عملیاتو مخه ونه شوای نیولای، یا د ملتپالنې داعیه یې په سیاسي بډو کې پیکه شوې، د پي ټي ایم په څېر غورځنګونو وده کړې او په خلکو کې یې د فکر، ذهنیت او نظریې په برخه کې ژور بدلون راوستی دی. دغو دوه اړخیزو داخلي تغییراتو نه یوازې دا، چې د تېر برعکس د هوجرې او جومات ترمنځ د ټکر مخه نیولې، بلکې یو غیر همغږی ناڅاپي مذهبي-ناسیونالېستي محیط یې رامنځته کړې، چې د پاکستان لپاره یې په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې، یو نوی سرخوږ پیدا کړی دی.
د پاکستان پوځي مشرانو لسیزې هڅه کړې چې د خپلې ستراتیژیکې ژورتیا په سیاستونو د امنیت د تعریف یوازینۍ سرچینه واوسي، خو اوس دغه بیانیه په ولسي کچه، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا کې، چې د جګړې په اصلي کرښه کې پروت دی، تر پوښتنې لاندې ده، ځکه جنګیالۍ ډلې بېرته په تصفیه شویو سیمو کې سر راپورته کوي، پوځ پکې پیاوړی شوی، خو پښتونخوا پکې له پښو غورځېدلې ده.
سره له دې چې پوځ خپله جګړه ترهګرۍ ضد ګڼي، خو د پښتنو په یو شمېر ملتپالو کړیو کې دا تحلیل غالب دی، چې تر ۲۰۱۴ کال پورې چې په قبایلي سیمو کې کوم پوځي عملیات وشول، د جنګیالیو او وسله والو ډلو پرځای پکې د سیمو پر نیولو او د مخالفو سیاسي او قومي محورونو پر ټکولو تمرکز وشو. له همدې امله اوس دا برداشت هم پیاوړی شوی، چې د ترهګرۍ ضد عملیاتو تر اډانې لاندې هڅو کې اصلي هدف ټي ټي پي نه دی.
پوځ روانه جګړه د امنیت د ټینګښت هڅه بولي، خو په عامه ذهنیت کې د پوځ پر رښتینولۍ او نیت د باور بحران دومره ژور شوی، چې د امنیت د تضمینولو هڅې یې هم اوس د ناامنۍ د عامل په توګه تعبیریږي. دغه بې باوري د پوځي عملیاتو پر وړاندې په ټوله پښتونخوا کې د امن پاڅونونو او غونډو او جرګو په راوتلو او ترسره کېدا کې محسوسیږي.
پر قبایلي سیمو د طالبانو د امیر سیوری
د طالبانو په منځ کې د پاکستان دښمنۍ نوی رجحان اسلام اباد ته یوه نوې ننګونه ده، چې د امارت په ټینګولو سره یې په پښتني پټاره کې ډېری مذهبي او پخوانۍ نیابتي ډلې له کابل سره وصل کړې دي. له کابل سره چې په اوسمهالو شرایطو کې څومره د اسلام اباد اړیکې ترینګلې کیږي، د نیابتي ډلو څنګ یې خالي کیږي.
د افغانستان په سیاسي تاریخ کې د امارت او قومي-مذهبي مشرانو اړیکه خورا پېچلې ده.
تر شلمې پېړۍ پورې یې مرکزیت په کابل کې و. امیر د دیني سمبولونو له لارې سیاسي واک ته مذهبي رنګ ورکاوه او د جوماتونو له لارې یې سیاسي فرمانونه نافذول. انګریزانو یې پر وړاندې ملکمحوره سیسټم رامنځته کړی و، چې تر اوږدو کلونو پر دې دوو محورونو د نفوذ جګړې روانې وې. د افغان امیرانو له سمبولیکې جهادي مشرتابه نه په اغیز، د پښتونخوا او قبایلي سیمو ملا او امیر تر ډېره وخته د «افغان امیر» متابعت کاوه، خو د پاکستان په جوړېدو سره په وزیرستان او قبایلي سیمو کې د امارت رېښې کمزورې شوې، ځکه اسلامي داعیې رنګ بایلود او په کابل کې امارتي نظامونه په شاهي او جمهوري نظامونو بدل شول. مذهبي ډلې ورو ورو د پاکستان لاس ته ورغلې او افغانستان د پښتونستان د داعیې ملاتړ ته ودانګل، چې په وزیرستان کې د ایپي فقیر په څېر د مذهبي مشرانو هڅو هم د ملتپالنې او مذهب ګډ رنګ خپل کړ. خو د شاهي او جمهوري نظامونو په نسکورېدو او د د طالبانو د لومړني امارت په رامنځته کېدو سره یوځل بیا په وزیرستان او قبایلي سیمو کې د امارت وچې رېښې بېرته را زرغونې شوې؛ نوې ډلې رامنځته شوې او امیرانو یې د طالبانو له امیرالمومنین سره خپل بیعتونه اعلان کړل. دا یو تاریخي تسلسل دی، چې اغیزې یې نن یوځل بیا د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې لیدل کیږي.
دا ځل ستر توپیر دادی، چې په کابل کې حاکم نظام ځان د شریعت بیرغچي ګڼي او له پاکستان سره د شخړو په ترڅ کې د ملتپالنې او دینپالنې له دواړو شعارونو ګټه اخلي.
پخوا د برېټانیايي هند او را وروسته د پاکستان د جوړېدو په کلونو کې د امیرانو خلاف له ملکانو او قومي مشرانو نه ګټه اخېستل کېده، خو په تېرو شلو کلونو کې وسله والو نیابتي ډلو او دولتي سیاستونو قومي مشرۍ او سیسټمونه دومره وځپل، چې اسلام اباد له دې وسیلې نه هم اوس اغیزناکه ګټه نه شي اخېستی.
ټي ټي پي په دې وروستیو کې کوښښ کوي، چې خپله جګړه ییزه ستراتیژي هدفي او غلچکیو بریدونو ته واړوي. د عامو خلکو او سیاسي ګوندونو د هدف ګرځولو پر ځای پر پوځي اهدافو ددې ډلې تمرکز ښيي چې سیاسي او نظامي بلوغ پکې پیاوړی شوی. دې ډلې په وروستیو کلونو کې خپله بیانیه بېرته رغولې او له ولسي او د ملتپالنې له شعارونو سره ځان نږدې ښيي. د شریعت تر څنګ د پښتونولۍ او پښتنو د حقوقو مساله، چې یو وخت په مذهبي ډلو کې غیر اسلامي عمل ګڼل کېده، ددې ډلې په اعلامیو کې محسوسیږي. د مشرۍ او قوماندې جوړښت یې بېرته رغولی، پاشلې لیکې یې تر یو چتر لاندې راغلې، په شعارونو، جګړه ییزه تګلاره او اهدافو کې یې بدلون راغلی او جګړه يې د پخوا په پرتله له «بېهدفه او تبلیغاتي بريدونو» څخه را اېستلې ده. اوس دوی پر پوځي او استخباراتي هدفونو تمرکز کوي، د ملکي خلکو د حقونو په اړه اعلامیې ور کوي او د ګواښ د ژبې پرځای له خلکو سره مصلحتي او همکارۍ ته هڅوونکې لهجه کاروي.
د پاکستان پوځ له دغسې یوه اټکل نه غافل نه و، ځکه په ۲۰۲۰ کال کې پر کابل د افغان طالبانو له تسلط وړاندې د عمران خان حکومت د جنرال باجوه د نرمې ستراتیژۍ له لارې په قبایلي سیمو کې د جنګیالیو غلي میشتول پیل کړل، چې د کابل له سقوط وروسته نه یوازې دا، چې په قبایلي سیمو کې د جګړو د اور سکروټې بلې پاتې نه شي، بلکې قبایلي جنګیالي په خپلو ټولنو کې مدغم شي او لږ ترلږه پر ډیورنډ کرښه پرتو قبایلي ولسوالیو کې په محلي حکومتونو او امتیازاتو کې ښکیل او خیبر پښتونخوا ته د کابل د امارت اوږدېدونکي لاسونه لنډ شي. خو د عمران خان د حکومت له نسکورېدو او د ای ایس ای د هغه وخت د رییس جنرال فیض حمید له ګوښه کېدو او زنداني کېدو وروسته د نوې پوځي مشرۍ په راتګ سره دغه بهیر ودرېد؛ خبرې اترې ناکامې شوې او د پاکستاني طالبانو پر وړاندې سختې پالیسيۍ غوره شوې.
د زور هغه محاسبه چې د پاکستان د لوی درستیز جنرال عاصم منیر تر مشرۍ لاندې پیل شوې، تر دې دمه داسې ښکاري چې د قبایلي سیمو د امنیت د ټینګښت او ثبات د بیا راګرځېدو لامل نه ده ګرځېدلې. برعکس، روان وضعیت ښيي چې د دې پالیسۍ له امله د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د ټي ټي پي او ورته ډلو د فعالیت کچه لوړه شوې ده.
پوځي فشار د جنګیالیو نوی اتحاد راټوکوي
د ټي ټي پي تر شا د جنګیالیو د یو احتمالي غیر رسمي اتحاد نښې لیدل کېږي، چې ښايي په سختو شرایطو کې یو ځل بیا د جګړې ډګر ته راښکته شي او د سوریې د جګړې له تجربو کار واخلي.
له همدې امله پاکستان د القاعدې پر وړاندې چې ددغسې اتحاد د رامنځته کولو کافي تجربې، نظامي کدر ، نفوذ او ظرفیت لري، په خپلو دریځونو کې خورا محتاط دی.
د افغان حکومتونو پر وړاندې د طالبانو او د هغوی د متحدو جنګیالیو ډلو د ملاتړ په څېر، چې مشروع او منطقي نه و، له دې ډلو سره د پاکستان ټکر هم له خطره خالي نه دی. د جګړې په اوږدو کې را لوی شوی نسل، چې له سختو شرایطو سره عادت شوی، کولای شي د ټي ټي پي تشېدونکې لیکې زر بېرته ډکې او پیاوړې کړي.
د سیمې قومي جوړښتونو او تاریخي اړیکو ته په پام په دې انسجام کې مذهبي او ناسیونالېستي دواړه محرکات رول لوبولی شي.
په کابل، پکتیکا او باجوړ کې شویو هوايي بریدونو ته په پام، پاکستان د متحده ایالاتو د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ په تعقیب د ټي ټي پي د مشرتابه په هدف ګرځولو تمرکز کړی. دغه ستراتیژي د جنګیالیو ډلو په منځ کې د مشرۍ تشه او داخلي تشتت رامنځته کولای شي او پوځ ته فرصت ور کوي، چې سیمې تصفیه او په دې ډله کې نفوذ وکړي، خو تېرو تجربو او په قبایلي ټولنو، په ځانګړې توګه مسید قبیله کې د مشرۍ رامنځته کولو طبیعي ظرفیت ته په پام دغه اغیز ډېر دوام نه شي کولای، ځکه په تېرو شلو کلونو کې له بیت الله مسید نه تر حکیم الله مسید او مولانا فضل الله سواتي پورې د ټي ټي پي د دریو مشرانو په وژل کېدو د مشرۍ تشې ډېر دوام ونه کړ او نوي لا سخت مشران یې وموندل.
بل مهم فاکتور په ټي ټي پي کې د مختلفو بومي قبیلو د جنګیالیو را ټولېدل دي، چې له القاعدې او نورو جنګیالیو ډلو سره یې جوړښت او د مشرۍ څرنګوالی متفاوت کړی دی.
تر ټولو ننګوونکی اړخ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د یوې نوې حایل سیمې یا پټنځایونو د رامنځته کېدو احتمال دی، چې د «درېیم وزیرستان» حیثیت خپلولای شي. تجربو ښودلې د هرې جګړې تر شا، چې خوندي جبهه پرانېستي وي، د جګړې له لارې د هغې ماتول ستونزمنیږي او که جګړه یوځل بیا د طالبانو د ځواکونو او پاکستان ترمنځ نښلي، دغه جبهه لا پراخېدای او منظم ملاتړ خپلولای شي.
په افغانستان کې د ناټو او متحده ایالتونو د ناکامۍ او د افغانستان د حکومتونو د سقوط یو مهم فاکتور، د ډیورنډ په پورې غاړه کې د یوې ملاتړې جبهې رامنځته کېدل و، چې پاکستان یې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له ټولو نیوکو او فشارونو سره سره، ملاتړ جاري ساتلی و.
له ۲۰۰۲ کال نه تر ۲۰۲۱ کال پورې د طالبانو د جګړو په تړاو د پاکستان یو غلی دریځ دا و، چې د افغانستان جګړه داخلي بلوا (Insurgency)ده؛ پښتنو ته په واک کې کافي ونډه نه ده ورکړل شوې او جنګیاليو ته په قبایلي سیمو کې قبیلو پناه ور کړې، نه دولت. له امریکا سره یې هم ډېری د نړیوالو جنګیالیو خلاف جګړه کې همکاري کوله. خو د افغانستان د حکومت دریځ دا و، چې دا ترهګري ده او له بهره حمایه کیږي، ځکه د بلوا په صورت کې د افغانستان نړیوال ملاتړ اغیزمنېده. اوس دوه لسیزې وروسته، اسلام اباد،په ورته یوه دریځ کې ښکاري. پاکستان کوښښ کوي، چې د ټي ټي پي پرضد روانه جګړه یې د ترهګرۍ ضد جګړې تعریف او نړیوال ملاتړ خپل کړي، خو په سیمه ییزه او نړیواله کچه د اسلام اباد پخوانیو تجربو او سیاستونو ته په پام، لږترلږه په اوس وخت کې د دغسې ملاتړ احتمال کم لیدل کیږي. افغان طالبان هم دا جګړه د پاکستان کورنۍ مساله ګڼي او له هغو تعریفونو سره غاړه نه وړي چې د ترهګرۍ لپاره وړاندې کیږي.
پخپله په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې هم دا ذهنیت شته، چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړې تر چتر لاندې له پاکستانۍ ټولنې سره د قبایلي سیمو د ادغام، یاغي قبیلو د ځپلو او نړیوالو مرستو ترلاسه کولو پالیسۍ پلې کړې، ځکه د ترهګرۍ ضد جګړې له چتر پرته، ددغسې سترو عملیاتو او ملکي مرګ ژوبلې او بې ځایه کېدو پر وړاندې سیمه ییز او نړیوال غبرګون حتمي و.
چین، روسیه او ایران د داعش او نورو وسله والو ډلو له اړخه اندېښمن دي او طالبان په دې برخه کې خپل متحدان ګڼي. داسې ښکاري چې طالبانو د منځنۍ اسیا په ګډون دغو هېوادونو ته لږترلږه دا قناعت ورکړی، چې که داعش پیاوړی کیږي، رېښې به یې په پاکستان کې وي. دا په دې معنا ده، چې د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ کرښې دولت حیثیت اوس بدل شوی او هغه جنګیالۍ ډلې چې پخوا یې کنټرول د پاکستان له لارې کېده، اوس د طالبانو تر اغیز لاندې دي.
د طالبانو حکومت یو منظم دولت نه ګڼل کیږي، نړیوال یې په رسمیت نه پېژني او نه هم دوی ډېرو نړیوالو قوانینو ته ځان مسوول ګڼي. په دغسې شرایطو کې، د پاکستان د هر پوځي اقدام پر وړاندې د طالبانو احتمالي غبرګون غیرمتعارف او له اټکل نه بهر کېدای شي.
لکه څنګه چې پر افغان طالبانو د پاکستان کنټرول عام او تام نه و، پر ټي ټي پي د طالبانو کنټرول هم ظاهرا ددوی له توان نه لوړ ښکاري، البته له اغیزه یې بهر نه دي. له همدې امله که هدف د اوږدمهاله ثبات تضمین وي، د نوي مذهبي-ناسیونالېستي چاپیریال له امنیتي پایلو د ځان ژغورنې په هدف اسلام اباد ته ښايي دا غوره وي، چې د زور او فشار پالیسۍ پرځای، پر ټي ټي پي د افغان طالبانو له اغیزه ګټه واخلي او طالبان هم په دې برخه کې لازمه همکاري وکړي. د زور پالیسي په دواړو خواوو کې د جګړې او ناامنیو جغرافیا لا پراخوي او په دغسې وضعیت کې نور لوبغاړي هم ددې شخړې برخه ګرځېدای شي.
