ندیم: پخوا په پوهنتونونو کې د ډاروین نظریه تدریس کېده او اخلاقي فساد ته لمن وهل کېده

۷ ساعتونه مخکې

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وايي، په تېر نظام کې په پوهنتونونو کې د «ډاروین» نظریې تدریس کېده او همداراز اخلاقي فساد ته لمن وهل کېده، خو زده کړیالان بیا په درسي ماحول کې د ډاروین نظریات یوه تیوري ګڼي او د اخلاقي فساد په تړاو د ندیم خبرې په کلکه ردوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم چې دغه وزارت ته له رسېدو سره سم یې په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو پر دوام «تر امر ثاني» بندیز ولګاوه، د یکشنبې په ورځ یې د یوه خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د کیفیت تضمین د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍوال دوه ورځني کنفرانس» کې وویل، د لوړو زده کړو په نظام او په ځانګړي ډول نصاب کې ډېرې ستونزې وې: «د بېلګې په ډول د ډاروین عقیدې تدریسېدل، اخلاقي فساد ته لمن وهل او نور د اسلام مقدس دین د عقیدې او ارزښتونو خلاف محتوا تدریسېده، چې د له منځه تلو په حال کې ده.»

چارلز ډاروین (۱۸۰۹ – ۱۸۸۲) یو برېتانوی طبیعت پوه، جیولوجېست او بیولوژېست و. هغه د نړۍ د ساینس په تاریخ کې ډېر مهم شخصیت ګڼل کېږي. هغه د ارتقا د تیورۍ له امله ډېر مشهوره دی او په همدې اړه یې ویلي، ټول ژوندي موجودات (بوټي، حیوانات، انسانان) د زرګونو، میلیونو کلونو په اوږدو کې ورو ـ ورو بدل شوي دي.

په تېر نظام کې د هېواد د پوهنتونونو یو شمېر زده کړیالان په پوهنتونونو کې د اخلاقي فساد په تړاو د ندیم ادعاوې ردوي او وايي، پوهنتون د لوړو زده کړو ځای و او پکې ټولو بالغو کسانو خپل درسي چارې پر مخ وړلې.

دغه زده کړیالان د ندا محمد ندیم هغه څرګندونې چې په پوهنتونونو کې د اسلام سپېڅلي دین د ارزښتونو خلاف محتواوې تدریسېدې ردوي او وايي، د هېواد په پوهنتونونو کې د ثقافت په نوم ځانګړی پوهنځی او په نورو پوهنځيو کې ثقافت د یوه مضمون په توګه د دوکتورا لرونکو استادانو له لوري تدریسېده.

ندیم د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم د کابل والي شو او بیا د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو، خو وزارت ته په رسېدو سره یې د لسګونه زره نجونو د زده کړو له دوامه مخنیوی وکړ او د هغه دغې چارې ګڼ کورني او نړۍوال غبرګونونه راوپارول او لا هم افغان نجونې، نړۍوال او د بشري حقونو اړوند سازمانونه د نجونو د زده کړو د دوام غوښتونکي دي.

نور خبرونه

رادیو