شهباز شریف: د کشمیر د ستونزې له حل پرته د اسلام‌اباد او نوي ډیلي اړیکې نه‌شي ټینګېدای

۴ ساعتونه مخکې

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د اسلام‌اباد او نوي ډیلي ترمنځ څلور جګړې شوې دي. د هغه په وینا، په دې جګړو کې میلیاردونه ډالر لګول شوي او دا پیسې باید د ولس د پرمختګ او خوشحالۍ لپاره کارېدلې وای.

هغه په لندن کې د اوورسیز پاکستانيانو د فاونډېشن په غونډه کې د وینا‌ پر مهال زیاته کړې چې پاکستان او هندوستان یو د بل ګاونډیان دي او باید په ګډه ښه ژوند وکړي.

شهباز شریف زیاته کړه: «موږ غواړو له هندوستان سره د برابرۍ پر بنسټ خبرې وکړو، خو د کشمیر د مسالط له حل پرته د اسلام‌اباد او نوي ډیلي ترمنځ اړیکې نه‌شي ټینګېدای.»

نور خبرونه

رادیو