د ټرمپ څرګندونو ته د طالبانو غبرګون: امریکا دې تیرې ناکامې تجربې نه تکرار وي‌

۸ ساعتونه مخکې

طالبانو تر دې ورځني ځنډ وروسته د بګرام اډې ترلاسه کولو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته محتاطانه غبرګون وښود. طالبان وايي، واشنګټن دې د دوحې تړون ته ژمن واوسي. طالبان وايي، امریکا ددوحې په تړون کې منلې، چې له ځواک او ګواښ څخه به کار نه اخلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې ډلې د رسمي اعلامیې په ترڅ کې وویل، چې دوی د شرعي اصولو په رڼا کې د خپل متوازن او اقتصادي محوره سیاست له مخې له ټولو هېوادونو سره د دوه اړخیزو ګټو په اساس مثبتې اړیکې غواړي.

طالبانو ویلي، چې امریکا ته یې په دوه اړخیزو مزاکراتو کې روښانه کړې وه، چې د دوی لپاره د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا ارزښت ولري.

طالبانو ویلي، چې امریکا د دوحې په هوکړه لیک کې ژمنه کړې وه چې«د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر ضد له ځواک او ګواښ څخه کار نه اخلي او نه به یې په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي» نو په کار ده چې امریکا خپلو ژمنو ته پابنده و اوسیږي.

طالبانو ویلي، چې امریکا دې د تېرو «ناکامو تجربو» د تکرار پر ځای “عقلاني” او واقعبینانه تګلاره خپله کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ د تیرې پنجشنبې له ورځې راهیسې په خپلو ویناو کې څو ځله یادونه کړې ده، چې غواړې بېرته د بګرام هوايي اډه ترلاسه کړي.

یو شمېر امریکايي رسنیو رپوټونه ور کړي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د بګرام هوايي اډې په تړاو خبرې اترې شوې دي، خو تر اوسه کوم پرمختګ پکې نه دی شوی.

نور خبرونه

رادیو