د بامیان ولایت لپاره د طالبانو والي عبدالله سرحدي په کابل کې د اندونیزیا سفارت له شارژدافیر نندا اېوالېست سره په کتنه کې له هغه وغوښتل، چې د دغه ولایت پر کانونو د پانګونو په برخه کې همکاري وکړي. یاد شارژدافیر هم د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د بامیان والي عبدالله سرحدي د یکشنبې په ورځ (د وږي ۳۰مه) د دغه ولایت په دفتر کې په کابل کې د اندونیزیا له سفیر نندا اېوالېست سره په کتنه کې د یاد ولایت د اوسېدونکو اړتیاوو ته په اشارې سره له هغه وغوښتل: «د دغه ولایت پر کانونو او بنسټيزو پروژو د پانګونو په ګډون په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د همکاریو زمینه برابره کړي.»
د دغه ولایت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې په کابل کې د اندونیزیا سفارت شارژدافیر ډاډ ورکړی، چې په بامیان کې به د پانګونو د فرصتونو په تړاو له اندونیزیايي ملي پانګوالو سره خبرې وکړي.
هغه زیاته کړه: «زه به په بامیان کې د پانګونو د فرصتونو په تړاو د اندونیزیا له ملي پانګوالو سره خبرې وکړم او په خپله هم هڅې کوم چې په اقتصادي برخو او په ځانګړې توګه د کانونو د را اېستنې لپاره د همکاریو زمینه برابره کړم.»
د خبرپاڼې له مخې، عبدالله سرحدي د دغې کتنې په پای کې نندا اېوالېست ته بلنه ورکړه چې د دغه ولایت له لرغونو او تاریخي ځایونو له هغې ډلې د غلغلې او ضحاک، شش پل، بندیر امیر او له نورو طبیعي جاذبو لیدنه وکړي، خو په خبرپاڼه کې په دې اړه چې ایا د طالبانو له لوري د لومړي حاکمیت پر مهال د بودا د ویجاړو کړو پاتې شونې هم ورښودلي او که نه، څه نه دي ویل شوي.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو نږدې ۲۵ کاله مخکې په خپل لومړي دور حاکمیت کې د ۱۳۷۹ کال د کب پر ۲۱مه د ملا محمد عمر په فرمان سره په بامیان کې د بودا دوه مسجمې (صلصال او شهمامه) به بمونو سره والوزول.