طالبان وايي سږ کال په کندز کې د وریژو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

AP ۱۴۰۴ وږی ۲۹

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې سږکال په کندز کې پر ۴۸ زره او ۷۲۷ هکټاره ځمکه شولې کرل شوې وې، چې له دغو کروندو څخه ۱۷۷ زره او ۳۶۷ مټریک ټنه د وریژو حاصلات تر لاسه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلویزیون د راپور له مخې د طالبانو د کرنې وزارت د کرنیزو معلوماتو او احصایې ریاست د شمېر له مخې کندز کې تېر کال په ۴۰ زره او ۶۶۱ هکټاره ځمکه کې شولې کرل شوې وې، ۱۲۹ زره او ۷۴۸ مټریک ټنه وریژې ترې ټولې شوې وې، چې دغه شمېر د شولو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د کندز ځايي کروندګر وايي، د نورو کرنیزو محصولاتو په پرتله د شولو کر او راټولونه ډېرو هڅو ته اړتیا لري، خو عاید یې له زحمتونو سره برابر نه دی.

د یادونې وړ ده، چې په یاد ولایت کې ډول ډول شولې کرل کېږي، لکه سرخه زراعتي، باسمتي، مونده، شالونګي، ایراني، سرده‌باره او ګرمه‌باره، چې له یادو ډولونو څخه د «سرده‌باره» وریژې د خپل ځانګړي خوند او شهرت له امله ځانګړی مقام لري.

نور خبرونه

رادیو