زېلېنسکي د روسیې پر ضد د امریکا د سختو بندیزونو غوښتنه وکړه

۳ ساعتونه مخکې

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي اعلان وکړ، چې تمه لري امریکا به پر روسیې سخت بندیزونه ولګوي. دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه شوې چې اروپايي اتحادیې پر مسکو د نولسم پړاو بندیزونه اعلان کړل.

زېلېنسکي د شنبې په ورځ د وږي په ۲۹مه وویل: «دا چې د اوکراین ډېری وړاندیزونه د اروپايي اتحادیې د بندیزونو په بسته کې په پام کې نیول شوي، زه ترې منندوی یم.»
هغه زیاته کړه: «اوس تمه لرو چې امریکا هم د مسکو پر ضد د بندیزونو قوي ګامونه پورته کړي. اروپا خپل برخه ترسره کوي.»
د اروپايي کمېسیون مشرې د وږي په ۲۸مه پر روسیې د اروپايي اتحادیې د بندیزونو نوې بسته اعلان کړه او ویې ویل، موخه یې دا ده چې د سولې د واقعي فرصت لپاره زمینه برابره شي او مسکو د خبرو مېز ته کېنول شي، څو د اوکراین درې نيم کلنه جګړه پای ته ورسېږي.
اخوا، د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوولې کایا کالاس هم ټینګار وکړ چې د نویو بندیزونو د بستې اصلي موخه د کرملین د عوایدو د سرچینو کمزوري کول دي.

نور خبرونه

رادیو