طلوع نیوز د طالبانو د استخباراتو د لومړي مرستیال د وروستیو څرګندونو په تړاو خپل لیکلی خبر د طالبانو د فشارونو له امله بېرته حذف کړ. په دغه خبر کې د تاج میر جواد له قوله لیکل شوي و: «طالبان د خپل نظام د ساتنې لپاره ځانمرګي برید ته چمتو دي.»
طلوع نیوز د شنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) د طالبانو د استخباراتو د لومړي مرستیال تاج میر جواد د وروستیو څرګندونو په تړاو یو خبر خپور کړی و او په هغه کې د «ځانمرګي برید» کلمه کارول شوې وه، نو دغه شبکه د فشارونو له امله د خپل خبر حذفولو ته اړه شوه.
د طلوع نیوز په همدې خبر کې لیکل شوي و: «د استخباراتو ریاست لومړی مرستیال تاج میر جواد وايي، د اوسني نظام د ساتنې او په ځانګړې توګه د هغو کسانو پر وړاندې چې موخه یې د نظام کمزروي کول دي، چمتو دي چې ځانمرګي بریدونه وکړي او ټول طالبان پر همدې باور دي.»
طلوع نیوز دغه خبر له خپرېدو څو دقیقې وروسته بېرته حذف کړ او د حذفولو د لامل په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.
د دغه خبر له خپرېدو وروسته یو شمېر طالبانو پر اېکس پاڼه د طلوع نیوز رهبري د «کفر او الحاد ادبیاتو» پر کارولو تورن کړي او د «ځانمرګي برید» کلمه یې مزخرفه کلمه ګڼلې او زیاته کړې یې ده، چې نه غواړي داسې «مزخرف ادبیات» بیا دود شي.
په دې لړ کې د جواد څارګر په نوم د طالبانو د استخباراتو یوه پخواني کارکوونکي ویلي: «طلوع نیوز سپکه او بې باکانه لهجه کارولې، زموږ شته ادیانو ته انتحاریان ویل هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي، دا ډول څرګندونې نه د مسلمان د شان سره مناسب دي او نه هم موږ چاته دا فرصت ورکوو چې د «شهیدانو» په اړه سپکه لهجه وکاروي.» او همداراز یې زیاته کړې: «د طلوع نوې رهبري فکر کوم هماغه د کفر او الحاد ادبيات په ذهن کې ګرځي او را ګرځي.»
ځينو نورو طالبانو بیا پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د تاج میر جواد ویناوې تحریف شوي او په وینا یې، «د "استشهادي" پر ځای د "انتحاري" اصطلاح کارول، د «شهیدانو» د ارزښتناکې مبارزې سپکاوی او د خپلواکۍ د مفکورې سره ښکاره جفا ده. دا تعبیر نه یوازې تحریف دی، بلکې د ملي ارزښتونو توهین هم دی.»
یوه بل طالب بیا ویلي: «د خپل وطن، خپلواکۍ او عقیدې په دفاع کې ځان قربانول "استشهاد" دی، نه "انتحار".»
پر اېکس پاڼه یوه بل طالب بیا لیکلي: «طلوع نیوز چې د شیطان ځاله بلل کېږي د استشهادیانو په حق کې یې سخت ظلم کړی دی؛ دا رسنۍ به کله هم اصلاح نه شي داسې سپک الفاظ کارول هېڅ مجاهد ته د منلو وړ نه دي. دا دومره منکرات چې بند شول دغه دې هم نور بنده کړي.»
نورو طالبانو بیا طلوع نیوز «دجالان» او پر راکابو کولو یې ټينګار کړی او همداراز یې د دغې رسنۍ د تړل کېدو غوښتنه کړې ده.