یونېسف وايي، د افغان نجونو د زده‌کړو لپاره به خپلو غوښتنو او هڅو ته دوام ورکړي

۴ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي، چې په افغانستان کې به د نجونو د زده‌کړو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. د یونېسف اجرایوي مرستیال تد چایبان ویلي، چې افغان نجونې له دوی د زده‌کړو د دوام غوښتنه کوي او دوی به د زده‌کړو لپاره خپلو غوښتنو او هڅو ته دوام ورکړي.

نوموړي کندوز ولایت ته د سفر په لړ کې په سې درک سیمه کې د افغان نجونو له یوه لنډمهاله ښوونیز مرکز څخه د لیدنې پرمهال ویلي، چې « د دغه ښوونیز مرکز ټولو ګډونوالو موږ ته وویل، چې غواړي زده‌کړې وکړي. دوی غواړي چې ډاکټرانې، انجنیرانې او یاهم په نورو برخو کې زده‌کړې وکړي او خپلو هیلو ته ورسېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تازه یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي څه باندې دوه مېلیونه نجونې په افغانستان کې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

طالبانو په افغانستان کې له بیا ځل واکمنېدو سره سم له شپږم ټولګي پورته پر افغان نجونو د ښوونځیو دروازې بندې کړې دي او په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې له پراخو غوښتنو سره، سره یې دغه بندیز ته دوام ورکړی دی.

نور خبرونه

رادیو