ملګري ملتونه: د مرستو نشتوالی د ښځو لپاره اوږدمهاله ناورین رامنځته کوي

۴ ساعتونه مخکې

د مېرمنو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، چې ښځې او نجونې لا هم د افغانستان د مرګونې زلزلې له اغېزو خلاصې نه دي او دا مهال د خپل ژوند او روزګار د بیا جوړولو په هڅه کې له ډېرو کړاونو سره مخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ځانګړې استازې سوزان فرکوسن وویل، چې په دغه هېواد کې د وروستیو لویو زلزلو له تېرېدو وروسته که اغېزمنو سیمو ته مرستې ونه رسیږي ښځې د اوږدمهاله ناورین سره مخ دي.

فرګوسن، د جنیوا په غونډه کې خبریالانو ته وویل: «زموږ یوې ملاتړې ښځې د غرونو په څنډو کې د تېښتې کیسه کوله، چې څنګه به هر ځل زلزله کېدله د لویو ډبرو له لوېدو به یې ځان ژغوره.»

هغې دا هم ویلي: «یوه بله ښځه چې زموږ د ټيمونو سره یو ځای وه، وویل، چې د خپلو اړتیاو او اندېښنو له څرګندولو پرته بله هيڅ لاره نه شته، ځکه له نارینه وو سره د خبرو کولو اجازه نه لري.»

د افغانستان په ختیځ کې د ۶،۰ درجې زلزلې څخه دوې اونۍ تېريږي، چې ژغورونکې په ستونزمن حالت کې د کونړ تر ټولو لرې پرتو سیمو ته ځي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، چې په دې زلزلو کې شاوخو ۲۲۰۰ کسان وژل شوي او د غرو په څنډو کې کورونه هم نړېدلي‌ دي.

فرګوسن، د کونړ مرکزي ولسوالۍ چوکۍ کې له زلزلې د پاته شوي یوې کورنۍ سره تر لیدنې وروسته وویل: «دوی بېړنۍ سرپناه ته اړتیا لري؛ ځکه هوا پر یخېدو ده. دغه ښځې د زلزلې پر مهال د شپې په منځ کې له خپل کلي وتلي او څو ساعته یې مزل کړی، چې لنډمهاله سرپناه پيدا کړي.»

د ښځينه کارکوونکو بندیز

د طالبانو د مشر له خوا پر ښځینه کارمندانو د کار د بندیز او د ملګرو ملتونو په کمپونو کې د ښځو د نشتوالي له کبله ناورین او د خلکو غبرګونونه زيات شوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې استازې وويل: «دا بنديز موږ اغېزمن کړي یو، ځکه زموږ ښځينه کارکوونکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې دفتر ته راشي او کار وکړي.»

هغې زیاته کړه: «خو ښځينه کارکوونکې او د بشري مرستو ښځينه غړي لا هم په زلزله ځپلو سيمو کې کار کولی شي. دا ډېر مهم دي او دې واقعیت ته په کتو باید د دې اهمیت وپېژندل شي.»

د ملګرونو ملتونو د راپور له مخي، چې په زلزله کې د وژل شویو کسانو تر نیمايي زيات یې ښځې او نجونې دي.

کلتوري خنډ

د دې ناورین د ژغورل شویو کسانو لپاره روغتیايي خدمتونه برابرول یو مهم لومړیتوب دی او د دې کار لپاره باید د کلتوري دودونو سره سم ښځې وموندل شي.

فرګوسن زياته کړه:«هغه څه مې له روغتیایي کارکوونکو او ځینو ښځو څخه اوریدلي دا و چې په زلزله ځپلو سیمو کې داسې یوه ځانګړې سیمه وه چې هلته کلتوري دودونه داسې وو چې ښځې نه غوښتل نارینه ورسره تماس ونيسي او نارینه هم نه غوښتل د ښځو ژغورولو لپاره هغو ته لاس وروړي.»

د کورونو ویجاړتیا د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر زیات کړی او هغوی مجبور دی چې د تشناب یا د اوبو راوړلو لپاره مزل وکړي.

دا کار ښځې او نجونې د تاوتریخوالي او ځمکني ماینونو له خطر سره مخ کوي.

فرګوسن وویل: «د ورځني ژوند په دې کلتوري چاپیریال کې، دا ښځې هره ورځ د ژوندي پاتې کېدو او د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي. اوس، د زلزلې له امله په ګډوډۍ او ناورین کې دا ښځې به د خپلو ماشومانو د خوراک او د خوندي ځای موندلو لپاره لا ډېرې سختۍ وویني.»

نور خبرونه

رادیو