نجیب الله علي خېل: د افغانستان د ناورین د حل یوازینۍ لاره ملي یووالی او متوازن سیاست دی

۱۴ ساعتونه مخکې

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر نجیب‌الله علي‌خېل ویلي، ترکیه کې د طالبانو او پاکستان وروستي مذاکرات ښيي چې د منځګړو هڅو باوجود، وضعیت د اټکل وړ نه دی. نوموړی ټینګار کوي چې که افغانان د ملي یووالي تر چتر لاندې یو نه شي، هېواد به د نیابتي جګړو او سیمه‌ییزو سیالیو قرباني شي.

نجیب‌الله علي‌خېل پر اېکس پاڼه لیکلي چې د ترکیې مذاکرات باید د هغو کسانو لپاره د عبرت درس وي چې د دواړو لوریو شخړه لا هم یوه «لوبه او ننداره» ګڼي.

د ده په باور، د واقع‌بینانه تحلیل او ملي بحث نه‌شتوالی د ستونزو د لا ژورېدو لامل کېږي.

علي‌خېل لیکلي: «افغانستان یو ځل بیا د خپل تاریخ په یوه حساس پړاو کې ولاړ دی، چې مخ ته یې یوازې دوه لارې دي: یا به ولس د خپلو ګډو ارزښتونو، ملي ګټو او داعیې پر بنسټ متحد شي، یا به د پردیو ستراتیژیکو موخو او سیمه‌ییزو رقابتونو په جګړه بدلېږي.»

هغه زیاته کړې چې د تیرو ۴۷ کلونو تجربې ښيي، د نفاق او یو د بل د نه منلو پالیسۍ زموږ کور ویجاړ کړی، خلک یې کډوالیو ته اړ کړي او هېواد یې د ګاونډیانو د نفوذ په وړاندې زیان‌من کړی دی.

د علي خېل په وینا، افغانستان د طبیعي زیرمو، معادنو او اوبو له پراخو امکاناتو سره سره لا هم د نړۍ د وروسته پاتې هېوادونو له ډلې شمېرل کېږي.

نوموړي لیکلي: «اوبه، چې زموږ د ملي شتمنۍ برخه دي، په وړیا ډول ګاونډیو ته روانې دي، ځمکنی موقعیت مو یوازې پر نقشه محدود پاتې دی، او ځوان نسل مو د ناهیلۍ شپې سبا کوي.»

پخواني سفیر د حل یوازینۍ لاره د ټولو افغانانو ګډ کور ګڼلی، چې پکې هر وګړی د شریکتوب او ملکیت احساس ولري.

ده ټینګار کړی چې د ملي بحث پیلول یو تاریخي مسولیت دی او باید بې له ځنډه عملي شي.

دغه ډېپلومټ پر هغو کسانو هم نیوکه کړې چې د پردیو موخو لپاره ځانونه مخکې مخکې کوي او ویلي یې دي چې دا ډول کړنې له هېواد سره ستره جفا ده.

علي‌خېل د سیمې په کچه د متقابل احترام او متوازنې تګلارې پر بنسټ اړیکو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې یو متحد افغانستان کولای شي د ټاپي او لاجوردو لارې په څېر سترې اقتصادي پروژې عملي او هېواد د تجارت او ترانزیت مرکز کړي.

ده زیاته کړې: «افغانستان باید د یوه هېواد له احتیاج نه راخلاص شي، څو ګاونډیان د ترانزیت او تجارت په پلمه سیاسي فشارونه ونه‌شي کارولی.»

پخواني سفیر د نړیوال وضعیت په اړه هم خبرداری ورکړی چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو سیالیو د ټکر په محور بدلېدونکی دی.

د ده په باور، د هېواد ملي ګټه دا ده چې د هېڅ یوه بلاک یا قدرت برخه نه شي او د متعادلې، شفافې پالیسۍ له لارې خپلواکي وساتي.

د نجیب‌الله علي‌خېل په وینا، یو متحد، خپلواک او د متعادلې پالیسۍ لرونکی افغانستان به هم د کورني ناورین درمل وي او هم به د نړیوالې ټولنې د مساوي غړي په توګه خپل ملي عزت او منافع وساتي.

نور خبرونه

رادیو