د نوبل جایزې ګټونکې او د نجونو د تعلیم نړیواله ملاتړې،ملالې یوسفزۍ،د طالبانو له لوري په افغانستان کې د انټرنټ محدودولو او بندولو په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو دا اقدام د هغوی د استبدادي سیاستونو دوام دی، چې موخه یې د افغان ښځو او نجونو لا زیات ګوښه کول او له نړۍ جودا کول دي.
ملالې په خپلو توندو څرګندونو کې ویلي: «د انټرنټ بندول د طالبانو تر سیوري لاندې د جنسیتي اپارتاید یوه بله نښه ده. له انټرنټ څخه د محرومېدو له امله افغان نجونې نه شي کولی خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي او نه هم د خپلو استادانو او همصنفيانو سره اړیکه ټینکولی شي. دا کار په بشپړ ډول د منلو وړ نه دی».
هغې ټینګار کړی، چې نړۍوال حکومتونه باید د طالبانو پر وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي او له هغوی سره د اړیکو په هره برخه کې فشار زیات کړي، څو دوی اړ شي چې د انټرنټ بندیز پای ته ورسوي.
ملاله زیاتوي: «حکومتونه باید سمدستي تر ټولو ډېر فشار پر طالبانو راوړي. افغان ښځې او نجونې د انټرنټ حق لري، د زدهکړې حق لري، او د دې هېواد د راتلونکي جوړولو حق لري. د انټرنټ بندیز یوازې د طالبانو هغه هڅه ده چې دوی د نړۍ له پامه پټې کړي».
افغانستان لا له وړاندې د نړۍ په هغو هېوادونو کې شمېرل کېږي چې د ښځو د زدهکړې حق یې تر ټولو سخت محدود شوی. د نجونو له منځنۍ او لوړو زده کړو محرومیت، د ښځو د کار مخنیوی، او د ټولنیزو ازادیو کمېدل د طالبانو د تګلارو ښکاره بېلګې دي. اوس د انټرنټ بندیز د دې فشارونو یوه بله کړۍ بلل کېږي.
د پوهانو په باور، د انټرنټ نشتوالی نه یوازې د زدهکړو بهیر ګډوډوي، بلکې د ښځو اقتصادي فرصتونه، د کار انلاین لارې، او د نړۍ له علمي سرچینو سره د اړیکو امکانات هم له منځه وړي.
ملاله یوسفزۍ له نړیوالو غوښتنه کوي چې یوازې غندنه کافي نه ده، بلکې باید عملي ګامونه پورته شي. د هغې په وینا، د نړیوالو فشارونو پرته به طالبان پر خپل دریځ ولاړ پاتې شي او د ښځو او نجونو د حقونو له منځه وړل به دوام وکړي.
ملاله یو ځل بیا په څرګند ډول وویل چې د افغان ښځو او نجونو د زدهکړې مبارزه یوازې د هغوی مبارزه نه ده، بلکې دا د بشري حقونو یوه نړیواله موضوع ده، او ټول هېوادونه دنده لري چې د دې غږ ملاتړ وکړي.