د ایران د رېل پټلۍ ادارې تخنیکي پلاوي بلخ ته سفر کړی او هلته یې د یاد ولایت لپاره د طالبانو له مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې یاد پلاوي ویلي چې د بلخ-تهران او هرات-مشهد د رېل پټلۍ د جوړېدو چارې به ډېر ژر پیل شي.
ایراني پلاوي زیاته کړې چې دغه پروژه به افغانستان د سیمې له هېوادونو سره ونښلوي.
همدا راز ادریس یاده پروژه د سیمې د اقتصادي ودې لپاره ارزښتناکه بللې او ویلي یې دي چې د دغې پروژې د بشپړ امنیت او همکارۍ لپاره چمتو دی.