د طالبانو استخباراتو په خوست کې د ټولنیزو رسنیو یو فعال نیولی دی

۳ ساعتونه مخکې

په خوست کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوه ورځې وړاندې د دغه ولایت یو ټولنیز فعال محمدالله ګران د طالبانو استخباراتو نیولی دی.

سرچینې زیاتوي، چې د نیول شوي کس د نیول کیدو اصلي لامل د نوموړي د فیسبوک ځینې وروستي پوسټونه دي چې دا مهال د طالبانو له خوا ډیليټ شوي دي.

په خوست کې ځايي سرچینو نن سې شنبه د (وږي ۲۵مه) وویل چې یاد مدني فعال د ځینو ټولنیزو ستونزو او په ځانګړي ډول له خوست ښار څخه تڼیو ولسوالۍ ته د غځیدلي سرک د اساسي جوړولو په اړه مبارزه کوله، خو د نوموړي دغه کار د خوست پر ځایي طالبانو ښه نه لګېده.

محمدالله ګران ته نژدې یوې سرچینې، چې نه غواړي نوم یې خپور شي وویل، « محمدالله ګران تر دې وړاندې هم په خوست کې د طالبانو بېلابېلو ادارو احضار کاوه او ترې غوښتل کېدل چې له هغې مبارزې دې لاس پر سر شي چې حکومت پکې نقد کیږي».

تر دې دمه طالبانو د ددغه ټولنیز فعال د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي خو سرچینې وايي، د نوموړی دوسیه د طالبانو قضايي ادارو ته لېږل شوې ده او پر هغه دا تور دی، چې د طالبانو ضد تبلیغات یې کول.

نور خبرونه

رادیو