طالبانو د ټرافیکي چارو د تنظیم او د ټرافیکي پېښو د مخنیوي طرحې د ارزونې ناسته کړې

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، د ټرافیکي چارو د تنظیم او د پېښو د مخینوي طرحې اروزنې غونډه کې اړونده ادارو ته لازمې سپارښتنې شوې دي. هغه وایي، د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره اړونده ادارو ته د ځینو اقداماتو امر کړی.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکي، د ټرافیکي نښو نصبول، د لارښود لوحو ځای پر ځای کول، په ګولایانو کې د هېندارو لګول، د واټونو او لویو لارو کرښو اېستل، د وسایطو تخنیکي معاینات، د موټر چلوونکو لپاره روغتیایي او خوندیتوب کارټونو وېش او په ښارونو او لویو لارو کې د نظم ټینګښت هغه موارد دي چې پر پلی کولو یې ټینګار شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ټرافیکو پېښو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

یوازې تیره ورځ په فاریاب ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله شپږ کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي وو. د فاریاب لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د سړکونو تنګوالی، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، د ټرافیکو نښو او لوحو نشتوالی، د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو له لوري د نشه‌يي توکو استعمال او په ټوله کې د ټرافیکو اصولو په پام کې نه نیول؛ په افغانستان کې د ټرافیکو پېښو د زیاتوالي لوی لاملونه بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو