د نیپال د فساد ضد لاریونونو د مرګ‌ ژوبلې شمېر ۷۲ کسانو ته لوړ شو

۲ ساعتونه مخکې

د نیپال روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، د لټون پر مهال له دولتی ودانیو، دفترونو او کورونو څخه د مړو په را اېستلو سره د تېرې اونۍ د ګډوډیو د مرګ ژوبلې شمېر ۷۲ کسانو ته لوړ شوی دی.

نیپال کې د څو لسیزو راهیسې د تاوتریخوالي خونړۍ څپې تېره اونۍ رامنځته شوې.

نیپالي ځوانان د مخکېني لومړي وزیر خلاف واټونو ته راووتل او حکومت یې په فساد تورن کړ. د دغه پراخو لاریونونو له کبله مخکېني لومړي وزیر پي شرما اولي تېره سې‌شنبه له خپلې دندې استعفا وکړه او ورسره هم‌مهاله لاریونونه هم کرار شول.

پولیسو او نورو امنیتي ادارو د دغه لاریونونو پر مهال له اوښکو بهوونکو ګازو او ربړي مرمیو څخه هم کار واخیست.

ځینو لاریونوالو د سترې محکمې، پارلمان، د پولیسو د پوستو، د سیاست‌والو د کورونو او شخصي کاروبارونو په ګډون دولتي ودانیو ته اور واچاوه. د نیپال روغتیا وزارت ویاند پرکاش بوداتوکي وویل: «د هغو کسانو مړي چې په سوداګریزو مرکزونو، کورونو او نورو ودانیو کې وژل شوي، چې اور ورته اچول شوی یا پرې برید شوی؛ اوس موندل کېږي.»

نور خبرونه

رادیو