د نیپال نوې لومړۍ وزیره: اوس باید په دې تمرکز وکړو چې ویجاړ شوي جوړښتونه بیا جوړ کړو

۱ ساعت مخکې

د نیپال لومړۍ وزیرې د خپل کار پر لومړۍ ورځ وویل، چې نیپالیان باید اوس خپل نړېدلي جوړښتونه بېرته ورغوي.

د نیپال چارواکو اعلان کړی، چې د تېرې اونۍ د مظاهرو په ترڅ کې د مړو شمېر ۷۲ تنو ته لوړ شوی دی. په لاریونونو کې ګڼې ودانۍ سوځول شوې دي.

د نیپال د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د تېرې اونۍ د لاریونونو په ترڅ کې په ځینو ودانیو کې د مړو شویو کسانو جسدونه موندل شوي دي.

د نیپال د عامې روغتیا وزارت ویاند پرکاش بوداتوکي ویلي:«د سوداګریزو مرکزونو، کورونو او نورو ودانیو له اور اخیستو وروسته اوس د ډېرو کسانو مړي موندل کېږي.»

د دغه وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، د لاریونونو په ترڅ کې تر دې دمه شاوخوا ۲۱۱۳ کسان ټپیان شوي دي.

د نیپالي ځوانانو له خوا د فساد ضد لاریونونه په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو خونړي، خو بریالي سیاسي لاریونونه بلل شوي دي. د دغو لاریونونو په ترڅ کې د نیپال لومړي وزیر کې پي شرما اولي تېره سې شنبه له دندې استعفا وکړه.

تر لاریونونو وروسته د نیپال پخوانۍ قاضي القضاته سوشلا کارکي د لنډ مهاله لومړۍ وزیرې په توګه ټاکل شوې ده. نوموړې د نیپال د تاریخ لومړنۍ ښځه ده چې د دغه هېواد د لومړۍ وزیرې په توګه ټاکل کېږي.

سوشلا کارکي نن رسما خپله دنده پیل کړه او اعلان یې وکړ چې د هر وژل شوي کورنۍ ته یو میلیون نیپالي روپیو مرستې ورکړل شي او د ټپیانو وړیا درملنه به وکړي.

نور خبرونه

رادیو