چین په اپېک غونډه کې له ازادې سوداګرۍ پر ملاتړ ټينګار وکړ

۳ ساعتونه مخکې

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د اسیا ارام سمندر اقتصادي همکاریو (APEC) غونډې په پرانېستغونډه کې په نړۍواله کچه د ازادې سوداګرۍ پر ملاتړ د خپل هېواد له ژمنتیا خبر ورکړ. د امریکا ولسمشر بیا دغې غونډې ته په نه سترګه کتلي او پکې له ګډون پرته ترې تللی دی.

اسوشېتېد پرس خبري اژانس د جمعې په ورځ (د لړم ۹مه) په یوه راپور کې وویل، د چین ولسمشر د اپېک په پرانېستغونډه کې چې د سویلي کوریا په ګیونګجو ښار کې جوړه شوې په راڅرګندېدو سره د ټولو پام ځانته واړاوه.

د امریکا ولسمشر بیا د سوداګرۍ په برخه کې د رامنځته شویو ناندریو د راکمولو په تړاو له خپل چینايي سیال سره د توافق له ترلاسه کولو وروسته د یادې غونډې له جوړېدو یوه ورځ مخکې له سویلي کوریا سفر وکړ.

ډونالډ ټرمپ له شي جین‌پینګ سره لیدنه یوه ستره بریا وبلله او زیاته یې کړه، امریکا به پر چین تعرفې راکمې کړي او چین هم موافقه کړې چې د نادرو کاني موادو صادرات ازادوي او له امریکا به د سویا د پېرلو بهیر پیلوي.

د چین ولسمشر د اپېک په پرانېستغونډه کې وویل، «کله چې د ناورینونو لمن پراخېږي، نو باید لا ډېر سره همکار واوسو.»

اپېک (APEC) په ۱۹۸۹ کال کې تاسیس شو او په سنتي ډول یې له ازادې سوداګرۍ او پرانېستې پانګونې ملاتړ وکړ او موخه یې هم په سیمه ییز اقتصاد کې ادغامېدل دي.

نور خبرونه

رادیو