د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان: طالبان غواړي تصویري رسنۍ په بشپړ ډول بندې کړي

۴ ساعتونه مخکې

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان یا AMSO په یوه بیان کې د تېرې اوونۍ په بهیر کې د طالبانو له‌خوا پر رسنیو او خبریالانو بندیزونه غندلي او دا کار یې د بیان ازادۍ محوه‌کول بللی. په اعلامیه کې له نړۍوالې ټولنې څخه غوښتل شوي چې د طالبانو د دې کار مخه ونیسي.

په اعلامیه کې چې نن (یک‌شنبه، وږي ۲۳مه) خپره شوې، ویل شوي چې دغه سازمان د خبریالانو د فعالیتونو پر وړاندې د وروستیو هغو پېښو په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي چې د تېرې یوې اوونۍ په بهیر کې وضع شوي دي.

یاد سازمان وايي، د محدودیتونو دا لړۍ ښيي چې د هېواد اوسني واکمنان غواړي د هېواد په کچه د تصویري رسنیو خپرونې لومړی په تدریجي ډول محدودې او وروسته یې په بشپړ ډول بندې کړي.

د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان زیاتوي چې دا پرېکړه نه یوازې د بیان ازادي او د اطلاعاتو ازاد بهیر ګواښي؛ بلکې د افغان رسنیو لپاره یو نه جبرانېدونکی زیان دی.

په اعلامیه کې د بیان ازادۍ، ملي او نړۍوالو بنسټونو، بشري حقونو ملاتړو سازمانونو او نړۍوالې ټولنې نه غوښتل شوي، چېد طالبانو د دې محدودیتونوپر وړاندې جدي دریځ غوره کړي.

د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان په خپله اعلامیه کې د طالبانو له‌خوا د تېرې اوونۍ په بهیر کې د رسنیو او خبریالانو د محدودولو بېلګې هم یادې کړي دي.

نور خبرونه

رادیو