مارکو روبیو: پر قطر برید د امریکا او اسراییل اړیکې نشي بدلولی

۱۰ ساعتونه مخکې

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس پر غړو د اسراییل له برید وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په ۶ ورځني سفر اسراییل او بریټانیا ته روان شوی دی.

هغه اسراییل ته له تګ مخکې خبریالانو ته وویل، پر قطر د اسراییل برید د امریکا او اسراییل تر منځ اړیکې نه شي بدلولی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، مارکو روبیو د سپټمبر له ۱۳مې تر ۱۸مې لومړی، اسراییل او بیا به بریټانیا ته سفر وکړي. روبیو به له اسراییلي چارواکو سره د اسراییل- حماس تر منځ په جګړه کې د امریکا د لومړیتوبونو، د ټولو برمته شویو د ازادېدو او دا چې حماس به هېڅکله هم پر غزې بیا واکمن نه وي، خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، مارکو روبیو به د برمته شویو کسانو له کورنیو سره هم وګوري.

له دې سره سم، مارکو روبیو اسراییل ته له سفر مخکې په واشنګټن کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، امریکا په قطر کې د حماس پر موخو د اسراییل له هوايي بریدونو خوشحاله نه ده، خو دغه پېښه له اسراییل سره د امریکا اړیکې نه شي بدلولی.

مارکو روبیو له اسراییل وروسته بریټانیا ته ځي څو د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره په لندن کې یو ځای شي.

هغه به په دې سفر کې له خپل بریټانوۍ سیالې سره له دوه اړخیزو مسایلو سربېره د نړۍوالو موضوعګانو په تړاو له هغې ډلې د روسیې او اوکراین د جګړې، اټومي وسلو ته د ایران له لاسرسي د مخنيوي، د حماس له منګلو د ټولو برمته شویو کسانو د ازادېدو او په غزه کې د اوربند په تړاو خبرې وکړي.

اسراییل د تېرې سې شنبې په ورځ په دوحه کې د حماس پر غړو بمبار وکړ. د اسراییل دغه بمبار د اروپايي ټولنې په ګډون د ګڼو هېوادونو له لوري وغندل شو او ورسره په غزه کې د اوربند لپاره د منځګړیتوب هر ډول هڅې په ټپه ودرېدې.

قطر په غزه کې د اسراییل او حماس تر منځ یو له منځګړو هېوادونو و.

نور خبرونه

رادیو