یو امریکایي چارواکې پر ایران د مالي سرچینو د بندولو په موخه منځني ختیځ ته سفر کوي

۴ ساعتونه مخکې

د امریکا د خزانې وزارت د ترهګرۍ او مالي استخباراتو مرستیال جان هرلي، پر ایران د فشارونو د زیاتوالي لپاره منځني ختیځ او اروپا ته خپل سفر پیل کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا خزانې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې جان هرلي به په دې سفر کې د دونالډ ټرمپ د حکومت د «اعظمي فشار» د کمپاین په چوکاټ کې هڅه وکړي، چې پر ایران فشارونه نور هم زیات کړي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې هرلي به په راتلونکو ورځو کې اسراییل، متحده عربي اماراتو، ترکیې او لبنان ته سفر وکړي.

له دندې تر لاسه کولو وروسته دا د هغه لومړی سفر دی.

د امریکا د خزانې وزارت د اعلامیې له مخې، جان هرلي ویلي دي:«ولسمشر ټرمپ په ښکاره توګه ویلي، چې د ایران بې‌ ثباته کوونکي او تروریستي فعالیتونه باید د دوامدار او همغږي فشار له لارې وځپل شي.»

هغه زیاته کړه:«زه له خپلو سیمه‌ ییزو شریکانو سره د لیدو تمه لرم، څو هڅې همغږې کړو تر څو تهران او د هغه استازې ملېشې له هغو مالي سرچینو بې‌ برخې کړو چې د بندیزونو د شاوخوا تېرېدو، د تاوتریخوالي د تمویل او د سیمې د ثبات د ګډوډولو لپاره یې کاروي.»

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د ایران دایمي استازي د رویټرز د تبصرې غوښتنې ته ځواب ورنه کړ.

د خپلې لومړۍ دورې په جریان کې ټرمپ د ایران او نړیوالو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون څخه امریکا ویستل، چې د بندیزونو د لرې کولو په بدل کې یې د ایران د یورانیمو د غني کولو فعالیتونو باندې سخت محدودیتونه وضع کړي وو. د دې تړون له مخې، پر ایران د اورانیم د غني کولو سخت محدودیتونه لګېدلي وو، په بدل کې یې پر ایران د اقتصادي بندیزونو د لغوه کولو ژمنه شوې وه.

ملګرو ملتونو په سپتمبر میاشت کې د ایران د اټومي پروګرام له امله پر دغه هېواد د وسلو او یو شمېر نورو بندیزونو بیا عملي کېدل اعلان کړل.

لوېدیځ ځواکونه ایران تورنوي، چې د یورانیمو د لوړ خلوص بډاینې له لارې غواړي د اټومي وسلو جوړولو وړتیا ترلاسه کړي. خو د ایران حکومت وايي، چې د دوی اټومي پروګرام یوازې د ملکي او د برېښنا د تولید لپاره دی.

د خپرې شوې اعلامیې له مخې، جان هرلي به د خپل سفر پر مهال په اسراییل کې د ټرمپ د حکومت د اعظمي فشار د کمپاین پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي، په ځانګړي ډول د ایران د نیابتي ملېشو پر وړاندې به پر اقداماتو تمرکز وکړي.

په متحده عربي اماراتو کې د خبرو اترو اصلي تمرکز به په ایران باندې د ډیر فشار، د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د تمویل سره مبارزه وي.

په ترکیه کې به د امریکا د خزانې وزارت دغه چارواکی د انقرې له چارواکو سره د سیمه ییز نفوذ د مخنیوي او د بندیزونو تېرېدو د مخنیوي لپاره د همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

نور خبرونه

رادیو