په دوحه کې د شرایتون هوټل، د عربي او اسلامی هېوادونو د ځانګړې غونډې ځای

قطر: پر دوحې د اسراییل له برید سربېره به په غزه کې د اوربند لپاره منځګړیتوب ته دوام ورکړو

۳ ساعتونه مخکې

د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمان بن جاسم ال ثاني وايي، له امریکا او مصر سره به په ګډه په غزه کې د اوربند لپاره په مذاکراتو کې منځګړیتوب ته دوام ورکړي.

قطر په دوحه کې د حماس پر غړو د اسراییل له برید وروسته په منځګړیتوب کې د خپل رول له ځنډولو خبر ورکړی و.

محمد بن عبدالرحمان ال ثاني د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۳مه) په دوحه کې د عربي- اسلامي هېوادونو د ځانګړې غونډې په مقدماتي جلسه کې وویل، اسراییل به پر دې بریالی نه شي، چې «په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د قطر او مصر د منځګړیتوب هڅې ودروي.»

نوموړي زیاته کړې، «پر دوحې د ترسره شوي برید په تړاو د اسراییل له لوري د نړۍوالو قوانینو د نقض مساله ټولو ته روښانه ده او موږ کولی شو هغه دولتي ترهګري ونومو. دغه برید په داسې حال کې ترسره شو چې قطر په غزه کې د اوربند لپاره د مذاکراتو نوی پړاو پیل کړی و.»

اسراییل د وږي په ۱۸مه په دوحه کې هغه ودانۍ بمبار کړه چې پکې د حماس غړي ځای پر ځای شوي و. داسې انګېرل کېږي چې په دغه برید کې د حماس لوړپوړو غړو ته څه زیان نه دی رسېدلی. قطر په هماغه ورځ د اسراییل د یاد برید په غبرګون کې اعلان وکړ، چې په غزه کې د اوربند لپاره په مذاکراتو کې د خپل منځګړيتوب رول ځنډوي.

له قطره د عربي او اسلامي هېوادونو ملاتړ

د عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۳مه) په دوحه کې د عربي- اسلامي هېوادونو د ځانګړې غونډې په مقدماتي جلسه کې پر دوحې د اسراییل وروستی برید «د نړۍوالو حقوقو نقض» او «د سیمې د ثبات لپاره ګواښ» وباله او ټینګار یې وکړ، چې د قطر امنیت د عربي او اسلامي هېوادونو له امنیت سره نېغ په نېغه اړیکه لري.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد بن محمد الانصاري هم په دې تړاو ویلي: «د دغې غونډې جوړېدل له دوحې سره د عربي او اسلامي هېوادونو د پراخ پیوستون ښکارندويي کوي.»

د نوموړي په وینا، دغه غونډه به د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره پر قطر د اسراییل برید وڅېړي.

سبا (دوشنبه) به د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د عراق لومړی وزیر محمد شیاع السوډاني هم په یاده غونډه کې ګډون وکړي.

نور خبرونه

رادیو