د «زموږ تر منځ سړک، وروستۍ ژغورنه» په نوم مستند د یوه تقاعد شوي اسراییلي جنرال د هڅو په تړاو دی، چې غواړي د اکټوبر پر اوومه د حماس د برید پر مهال خپله کورنۍ وژغوري. دغه مستند د ټورنټو فلم په فیسټيوال کې د نندارچینانو د جایزې ګټونکی شو.
په دغه مستند کې یو اسراییلي په کور ناستی جنرال هڅې کوي، چې د اسراییل پر سوېل د حماس د بریدونو پر مهال خپله کورنۍ وژغوري. دغه مستند یوازې یوه ورځ هغه هم د سپټمبر پر لسمه نندارې ته وړاندې شوی دی.
دغه مستند له فیسټیوال مخکې جنجالي شوی و. هغه داسې چې د ځينو انځورونو په تړاو د «حقوقي مجوز» د نشتوالي له امله د یو څه مودې لپاره له فیسټيواله اېستل شوی و.
د ټورنټو د فیسټیوال مدیر د حماس ځواکونو له لوري د ثبت شویو ویډیوګانو لپاره د مجوز اخیستنې په تړاو راپورونه رد کړل.