د پاکستان لومړی شهباز شریف د دوشنبې په ورځ په دوحه کې د عربي-اسلامي هېوادونو بیړنۍ سرمشریزه کې د ګډون لپاره قطر ته ځي.
طالبانو تر دې دمه په دې سرمشریزه کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم استازو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې ګډون کړی دی.
د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې، د عربي او اسلامي هېوادونو بېړنۍ غونډه د پاکستان د لومړي وزیر په ګډون جوړیږي، چې پر دوحه د اسراييل د هوايي بريد او د غزې د نيولو لپاره د اسراييل د هڅو په غبرګون کې رابلل شوې ده.
تمه کیږي چې د یو شمیر اسلامي هیوداونو او د اسلامي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي به په دې سرمشریزه کې برخه واخلي.
له سرمشریزې مخکې نن یکشنبه د بهرنیو چارو وزیرانو د چمتووالي غونډه ترسره شوه.
سره له دې، چې طالبان له قطر سره خورا نږدې اړیکې پالي، د عرب او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي حضور نه لري.
د یادونې وړ، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دوه ځله له بهرني سفر څخه راګرځول شوی دی او سرچینې وايي چې دا مخنیوی د امریکا له خوا شوی، چې نوموړي ته یې د بندیزونو له امله د سفر معافیت ورنه کړ.