د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون وايي چې راتلونکي ګوندي کنګرې ته به د هېواد اټومي وسلو او دودیز پوځي ځواک د ګډ پرمختګ تګلاره وړاندې کړي.
نوموړي د وسلو له تحقیقاتي مرکزونو نه د لیدنې پر مهال ویلي چې د کارګر ګوند نهمې کنګرې ته به د دغه هېواد د اټومي او دودیز ځواک د پیاوړتیا تګلاره وړاندې کړي.