تازه خبر

په روسیه کې د ریښتر په کچه ۷.۴ درجې زلزله وشوه

۱۵ ساعتونه مخکې

نړۍوالې رسنۍ وايي چې د روسیې د کمچاتکا سیمې ختیځ ساحل ته نږدې ۷.۴ درجې زوروره زلزله شوې او په ځمکه کې یې ژوروالی ۳۹.۵ کیلومتره ښودل شوی دی.

د ارام سمندر سونامي مرکز ویلي چې د دې زلزلې له امله د سونامې ګواښ هم شته. د دغې زلزلې د زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

جاپان د کمچاتکا ټاپووزمې سوېل لوېدیځ خوا ته پروت دی، خو د جاپان د هواد پېژندنې ادارې ویلي چې هلته د سونامې ګواښ نه شته.

نور خبرونه

رادیو