په جرمني کې دوه افغان کډوال د سیمه ییزو شوراګانو ټاکنو کې نوماند شول

پرون

په جرمني کې دوو افغان کډوالو، عباس بصیر (د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت پخوانی وزیر) او حکیم رضايي په «پولهایم» او «بورکن» ښارونو کې سیمه ییزو شوراګانو لپاره ځانونه نوماند کړي دي.

عباس بصیر له درېیو کلو او حکیم رضايي له لسو کلونو راهیسې په جرمني کې ژوند کوي.

د افغانستان د لوړو زده کړو پخوانی وزیر عباس بصیر چې له درېیو کلونو راهیسې په جرمني کې د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي اوس اوس یې د «پولهایم» ښار «د کډوالو د ادغام شورا» لپاره ځان نوماند کړی دی. دی چې دمګړۍ پر خپلو ټاکنیزو منډو ترړو بوخت دی وايي، موخه یې له کډوالو سره همکاري کول دي.

نوموړی غواړي چې په دې چارو سره د جرمني په سیاسي ډګر کې هم خپل بخت وازمويي.

له دې سره سم، ۲۸ کلن حکیم رضايي چې له شاوخوا لسو کلونو راهیسې په جرمني کې اوسېږي د جرمني د سوسیال ډيموکرات ګوند له لوري د «نورد راین ویستفالن» ایالت د «بورکن» ښار د شورا لپاره نوماند شوی دی.

دی وايي، له شاوخوا یو نیم کال راهیسې د سوسیال ډيموکرات ګوند غړیتوب لري او په وینا یې ښاري شوراګانې په سیمه ییزه کچه د سیاسي پرېکړو مرکز وي او پکې ښاري پالیسۍ جوړېږي.

د یادونې وړ ده، چې حکیم رضايي په جرمني کې په صنعتي څانګه کې زده کړې کړي او په دې برخه کې کار هم کوي.

نور خبرونه

رادیو