په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د محدودیتونو پر دوام، دا ځل په کویټه کې د افغانانو تر ټولو لویه او مشهوره عالي لېسه هم د پاکستاني چارواکو له خوا وتړل شوه.
د دغې لېسې مسوولین وايي، د ځايي حکومت له پرله پسې چاپو او ګواښونو وروسته یې دغه پرېکړه کړې ده.
په پاکستان کې ۱۴ ورځې مخکې د «پي او ار »کارت لرونکو افغانانو د اېستنې بهیر په رسمي توګه پیل شو او ورسره د ډېری افغانانو کاروبارونه هم ټکني شول. په تازه پېښه کې د بلوچستان په کویټه کې د افغانانو اړوند د «حبیب الرحمان» په نوم تر ټولو لویه او مشهوره لېسه هم د شنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) د ځايي حکومت له لوري وتړل شوه.
د دغه ښوونځي مدیر له خپلو ټولو زده کوونکو غوښتي چې تر بلې خبرتیا ښوونځي ته ور نه شي.
نوموړي زیاته کړې، «نن دشنبي ورځ ماپښین، د سپټمبر ۱۳مه نېټه دحکومت لخوا پر لېسې چاپه ووهل شوہ او اخطار ئې راکړ چي لېسه بنده کړئ، لهذا تر بلې خبرتیا لېسې ته مه را ځئ.»
تر اوسه ځايي حکومتي مسوولینو او د طالبانو کونسلګرۍ د دغې پېښې د څرنګوالي په تړاو څه نه دي ویلي.