سبا به د هېواد په شمال کې د «طوطي میدان» د ګازو پروژې عملي چارې پیل شي

۱۱ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د فاریاب او جوزجان تر منځ د «طوطي میدان» د ګازو پروژې عملي چارې به سبا (یکشنبه د وږي ۲۳مه) د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې پیل شي.

د «طوطي میدان» د ګازو د اېستنې هوکړه پروسږکال له یوه ازبکستاني شرکت سره لاسلیک شوې وه.

د فاریاب او جوزجان تر منځ د «طوطي میدان» د ګازو د اکتشاف او اېستنې لس کلنه هوکړه د ۱۴۰۳ کال د تلې پر ۱۹مه په کابل کې د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست او د «اېرېل کام» په نوم له یوه ازبکستاني شرکت سره لاسلیک شوې ده.

د دغې هوکړې له مخې، قراردادي شرکت به په لومړي کال ۱۰۰ میلیونه او د لسو کلونو په لړ کې تر یو میلیارد ډالره پانګونې وکړي او له اېستل کېدونکو ګازو څخه به په لومړیو دوو کلونو کې ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا هم تولید شي.

د «طوطي ميدان»ګازو زېرمې شاوخوا اووه زره کيلومتره مربع مساحت لري، چې د اېستنې په پیل سره به یې تر ډېره د هېواد د ګازو اړتیاوې پوره او زرګونو هېوادوالو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.

نور خبرونه

رادیو